د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي.
ټاکل شوې چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ کابل ته راشي او د افغان حکومت له مشرانو سره وګوري.
پاکستاني رسنیو د قریشي د سفر موخه، په افغانستان کې د سولې روانې هڅې او همداراز په دغه برخه کې د پاکستان د همکاریو په تړاو خبرې اترې په ګوته کړي دي.
کابل ته د قریشي سفر داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې د مخه زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی و او هلته یې د سولې خبرو په برخه کې د پاکستان د همکاریو غوښتنه کړې وه.