Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: ایران او پاکستان له افغان کډوالو د سیاسي فشار په توګه ګټه اخلي

شنونکي: ایران او پاکستان له افغان کډوالو د سیاسي فشار په توګه ګټه اخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/13

سره له دې چې پاکستان او ایران افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې نږدې اړیکې لري، خو له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو ادعاوې او په تیرو درېیو کالو کې له یادو هېوادونو د سلګونه زره افغان کډوالو په زور او جبر را شړلو لړۍ، له دغو هېوادونو سره موجوده اړیکې ترینګلې کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمیشنرۍ(یو.اېن.اېچ.سي.آر) خبرداری ورکړی چې ښايي د روان کال تر پایه ۳  میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ور وګرځول شي او دا په افغانستان کې د بشري ناورین لامل کېدای شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ ویلي: « دوی له څرګند راتلونکي او ژور بحران سره مخ دي. سږکال د راستنېدونکو شمېر له ۱ میلیون واوښت. دا وضعیت ښه نه دی، د کډوالۍ نړیوال سازمان(آی.او.اېم) او شریکان یې کولی شي یوازې له ۱۰ سلنه هم لږو راګرځېدلو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.»

دا هېوادونه چې له نورو هېوادونو او دغه راز په داخل کې یې ستونزې په ډېرېدو دي، د افغانستان لپاره یې ځانګړو استازو د افغانستان په باب پر ځینو مهمو مواردو بحثونه کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق‌ خان ویلي: « د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي محمد رضا بهرامي سره مو انلاین ګټور بحث وکړ. موږ په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحثونه وکړل، د ترهګرۍ په اړه مو خپلې اندېښنې د یوې ګډې ننګونې په توګه شریکې کړې او له افغانستان سره مو د دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو د ډېرولو لارې چارې ولټولې.»

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او یا هم په کابل کې د دې هېواد سفارت د یادې ناستې جزئیات نه دي رسنیز کړي، خو د افغانستان لپاره د پاکستان استازي صادق خان د ترهګریزو ګواښونو یادونه کړې چې ایراني سیال سره یې پرې بحث کړی.

د سیاسي چارو شنونکي، د افغانستان په تړاو د پاکستان او ایران د سیاستونو په تړاو وېشلي نظرونه لري او نیوکه کوي چې یاد هېوادونه د افغانانو له مجبوریت سیاسي ګټه اخلي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « باید اسلامي امارت د هېواد په داخل کې کډوالو ته پاملرنه وکړي، د ژوند لومړنۍ اړتیاوې ورته برابرې کړي. زه مطمئن یم چې ملګري ملتونو او د هغوی خیریه بنسټونه او دغه راز مرستندویه ټولنې به له افغانستان سره مرسته وکړي. ښه خبره دا ده چې موږ دې سترې او لویې غمیزې ته د پای ټکی کېږدو.» 

په داسې حال کې چې روسیه د نړۍ لومړی هېواد شو چې د اسلامي ‌امارت حکومت یې پر رسمیت وپېژانده، ایران په دې تړاو دریځ نه دی اعلان کړی، خو پاکستان بیا ویلي، د اسلامي ‌امارت رسمیت پېژندلو کې بېړه نه لري.

سرپرست حکومت له ایرانه غوښتي چې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي، د ګاونډیتوب اصل ته دې ژمنتیا ثابته کړي او وخت دې ورکړي چې هلته مېشت افغانان په ‌خپله خوښه افغانستان ته را وګرځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist