Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: افغانستان کې ۲۶ سلنه مړینه د هوا ککړتیا له امله ده

admin by admin
2021/11/25

په کابل کې د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لړم پر ۳۰ مه»  د اروپایي ټولنې استازي او دولتي مسوولینو په یوه ناسته  د ښارګوټو خاوندانو، د اصنافو او د حوزو وکیلانو سره د هوا ککړتیا مخنیوي په اړه خبرې وکړې. 

ناسته کې د سږو سرطان، د سترګو ناروغي، تنفسي، ذهني او فکري ناروغيو سربېره د ۲۶ سلنه مړینې لامل په کابل کې ککړه هوا وبلل شوه.

د کابل ښاروالۍ  د ککړې هوا لاملونه بې کیفیته نفتي مواد، زاړه موټر، د ټیرونو، ذغالو او پلاستیکونو سوځول، د برېښنا او ګازو کمښت او بیو لوړوالی، د ځنګلونو نه شتون، د اجرائیوي اداراتو ترمنځ نه همغږي، د مسوولانو کمه پاملرنه، د رسنیو نه همکاري، د اوږدمهالي پلان نه شتون او داسې نور موارد په ګوته کوي.

د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حمدالله نعماني وايي:« ډېره خبره په دې جوړېږي،چې په خپله باهم ژوند کې یو له بله سره پوه شو،چې دا اوس موږ ته ګټه ده که تاوان، د ښاروالۍ هیئت به لاړ شي او مالوم فلټرونه  ان په زور به یې هم پرې نصب کړي، خو دا په شپږ میلیوني کابل کې به کوم کور په کور ګرځي،خو ښه خبره دا ده،چې خپله هرکس لاس پر کار شي او دا هر اړخیز حق دی، د یوه مسلمان پر بل باندې.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« له فلترونه ګټه پورته کړئ او پر ځان یې لازم وګرځوئ. د چاپیریال ساتنې په موخه او دا یو الهي مسوولیت دی، که خدای مه کړه له دې امله څوک زیانمن کېږي.موږ او تاسې یې پر وړاندې مسوولیت لرو او که څوک له دې امله مړه کېږي، نو په قتل کې یې شریک یوو.»

د هوا ککړتیا زیانونه او په کابل ښار کې د هوا له ککړتیا د مخنیوي حل لارې په کنفرانس کې چې د اروپایي ټولنې په ملاتړ د کابل ښاروالۍ جوړ کړی و، د اروپایي ټولنې استازي وویل، د کابل د لوړپوړو ودانیو مالکین، اصناف او د حوزو وکیلان یې راغوښتي،چې د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې ورسره خبرې وکړي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازی بشردوست وايي:« که اروپایي ټولنه او یا نړیوال له موږ سره مرسته کوي،نو دوی باید د ګازو په تولید کې راسره مرسته وکړي،څو موږ وکولی شو،خپل ګاز ولرو او په دې سره موږ کولی شو اوږدمهاله پروژې پلې کړو. د چاپیریال ککړتیا مخنیوی به وشي.»

د کانونو او صنایعو خونې مشر شیر باز کمین زاده وايي:«د امریکا ۷۵ سلنه، د چین ۷۲ سلنه او د هند هم ۷۵ سلنه برښنا له ذغالو تولیدېږي،خو موږ ته وایي،چې تاسې یې مه جوړوئ، دوی ځانونه په ذغال سنګ باندې تر اقمار مصنوعي ورسول او چاړه یې جوړ کړې. زموږ په خېټه یې داخلوي،چې تاسې یې مه جوړوئ او د نړۍ فضاء همدوی ککړه کړه او موږ ته یې ترې دوزخ جوړ کړ. اوس چې ته پاکې انرژۍ ته ځې، نو زما تاوان خو راکړه.»

خصوصي سکتور بیا له اروپایي ټولنې وغوښتل چې پر ناستو  دا ستونزه نه حل کېږي او ښه به دا وي چې عملاً لاس په کار شي.

دوی له اروپایي ټولنې او نړیوالو غواړي،چې د افغانستان د تیلو او ګازو د استخراج او د ذغالو د تصفیې برخه کې دې مرسته وکړي چې وکولی شي د هوا له ککړتیا مخنیوی وشي.

باور دا دی،چې په تیرو شلو کلونو کې هره برخه کې کنفرانسونه ورکړل شوي، خو نیتجه یې نه ده ورکړې، نو ښه لاره دا ده،چې نړیوال دې افغانستان ته پیسې او وسایل ورکړي، چې خپل کانونه او زیرمې په ښه توګه استخراج کړي،چې هم پر خپلو پښو ودرېږي او هم د هوا له ککړتیا مخنیوی وشي.   

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist