Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایرانه په جبر د افغان کډوالو ایستلو نړیوال غبرګونونه را پارولي

له ایران را ایستل شوي افغانان د دایمي کار غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/13

له کله چې ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو په جبر ایستلو لړۍ پیل کړې، مالومات ښيي چې تر دې دمه څه باندې ۲  میلیونه کډوال له یادو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

راستنېدونکو کډوالو ته که څه هم په تورخم، اسلام کلا، سپین بولدک او نورو کمپونو کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شوې، خو د کډوالو غوښتنه کار دی.

له ایرانه را ایستل شوی افغان کډوال وايي: « زما ورور ایران کې نیول شوی و، ما قانوني وېزه واخیسته او خپل ورور پسې لاړم. زه چې کله ایران ته ورسېدم، له ما یې وېزه او پاسپورټ دواړه ستانه کړل، بیا یې کارت هم رانه واخیست او ۴۰ میلیونه روپۍ یې ترې کش کړې.»

له ایرانه یو بل ایستل شوی کډوال وايي: « که موږ ته خپله هېواد کې د کار زمینه برابره شي، هېڅکله به بل ځای لاړ نه شو. شخصا ً ما ته که ایران او اروپا ټوله هم راکړي، له خپل هېواد نه ځم، خو په دې شرط چې کار ولرم.»

له ایرانه تازه را اړول شوی کډوال وايي: « هلته پر افغان کډوالو ډېر ظلم او ستم کېده، موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې پر ایران فشار راوړي او پر افغانانو د ظلم مخنیوی وکړي.»

په ورته مهال، وړمه ورځ د کډوالو دې ستونزې ته د رسېدو په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت چاروکو وویل، له پاکستان سربېره له ایرانه هم په ورځني ډول شاوخوا ۲۵ زره کسان را ایستل کېږي، خو اسلامي امارت په هغو برخو کې چې دوی په کې مهارتونه لري، کار موندل خپل لومړیتوب ګرځولی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت مرستیال احمدالله ذاهد وايي: « تاسو په رب یقیین وکړئ چې هلته د ورځې له ۲۵ تر ۳۰ زرو چې کوم افغانان وروڼه چې له ایران څخه افغانستان ته رالېږل کېږي، د ټولو بشري او اسلامي اصولو خلاف ورسره چلن کېږي. بنا ً دغو ټولو کسانو ته د کار زمینه برابرولو ته اړتیا ده؛ دا ټول هغه کسان دي چې د خپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو هېڅ مدرک او سرپناه نه لري.»

همدارنګه، د کانونو او صنایعو خونې چارواکو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې ۶۵۰۰ فابریکې ۵۰۰ زره کسانو ته په مستقیم او ۲ میلیونو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینې برابرولو ظرفیت لري.

دوی وایي، که چېرې یې برېښنا ۲۴ ساعته شي د ۱۲۰ زره نورو کسانو لپاره به هم د کار زمینه برابره شي او دوی به وکولی شي چې په لوړه کچه راستانه شوي کډوال جذب کړي.

د کانونو او صنایعو خونې رییس شېر باز کمین زاده وايي: « موږ غواړو د اسلامي امارت په همکارۍ د دوی په زخمونو مرهم کېږدو. زه له دې ځایه اعلان کوم، که زموږ برېښنا ۲۴ ساعته شي، یوازې کابل کې د ۱۲۰ زرو کسانو د جذب ظرفیت لرو؛ خو بیا هم، ژمنه کوم چې ۱۰ زره تنه به د افغانستان صنعت کاران په خپلو فابریکو کې جذب کړي.»

له دې سربېره، د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له میاشتې بیا تر دې دمه له ایران او پاکستانه ۲.۴۳ میلیونه کډوال راستانه شوي چې له ډلې یې ۵۴ سلنه په زرو را ستانه کړای شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist