Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: باثباته افغانستان د پاکستان پر ګټه دی

اسحاق ډار: باثباته افغانستان د پاکستان پر ګټه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/13

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او په ورته وخت کې د دې هېواد د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار د اسیا سوېل ختیځو هېوادونو (اسیان) د بهرنیوچارو وزیرانو په ناسته کې ویلي، په اپریل میاشت کې یې کابل ته سفر کړی او د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیوچارو وزیرانو له درې اړخیزې ناستې سربېره یې له اسلامي امارت سره د تعامل زیاتوالي لپاره بېلابېل ګامونه پورته کړي.

اسحاق ډار دا هم ویلي، ارامه او با ثباته افغانستان د پاکستان پر ګټه دی، خو د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدلو غوښتنه د پاکستان مشروع غوښتنه ده.

اسحاق ډار زیاته کړې: « پاکستان په دې باور دی چې یو سوله ییز، باثباته او هوسا افغانستان د پاکستان پر ګټه دی. پاکستان د افغانستان په برخه کې زیاتې هڅې کوي او په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل یې له سرپرست حکومت مشروع غوښتنه ده.»

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د سیمې او په تېره بیا د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې وکاروي او یاهم له دې ځایه ورته ګواښ پېښ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په ټوله جغرافیا او سرحداتو بشپړ واک لري او د افغانستان ټوله جغرافیه یې تر تسلط لاندې ده او هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو لپاره ضرر پېښ کړي. د افغانستان اسلامي امارت تل په ټینګار سره ویلي چې د افغانستان له خاورې او سرحدونو به هېڅ ګاونډي او د سیمې هېوادونو ته خطر نه متوجه کېږي او په دې اړه یې همېشه اطمینان ورکړی. موږ تل هغه ادعاوې رد کړې دي چې وايي د افغانستان خاوره د کوم ګاونډي پر وړاندې کارول شوې او اوس یې بیا هم ردوو.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، په  دې کې شک نه شته چې د افغانستان امنیت او ثبات د ټولو پر ګټه دی، خو پاکستان باید دا په عمل کې ثابته کړي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او د خپلو داخلي ستونزو پړه هم  پر افغانانو نه اچوي.

د دوی په خبره، هغه څه چې اوس پاکستان ورسره مخ دی، د اسلام اباد د ناسمو پالیسو پایله ده.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده معسود وايي: « دا معقوله خبره ده چې د افغانستان امنیت او ثبات نه یوازې د افغانستان او ګاونډیانو بلکې د ټولې نړۍ پر ګټه دی او افغانانو تل دا هڅه کړې چې د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنیاد ښې اړیکې ولري. زموږ ګاونډی هېواد پاکستان باید په عمل کې ثابته کړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر افغانانو نه اچوي. نن چې دوی ته هرڅه ورپېښ شوي، د دوی د ناقصې پالیسۍ او کورنیو مشکلاتو زېږنده دي نه د افغانستان له خاورې.»

خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې پاکستان یوځل بیا هڅې پیل کړې دي چې خپلې کورنۍ کمزورۍ  او داخلي سیاستونو کاواکي پر افغانستان وتپي.

دوي وايي، څه چې د پاکستان، سیمې او ګاونډیو هېوادونو پر ګټه  دي، د پاکستان په سیاستونو کې مثبت بدلون دی چې باید اسلام اباد یې په خپلو پالیسیو او تګلارو کې راولي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان کوشش کوي خپلې کورنۍ کمزورتیاوې او داخلي کاواکي پر افغانستان او د سیمې پر نورو هېوادونو وتپي، د ملامتۍ لوبه وکړي او ځان ته ګټه وکړي. ښه به دا وي چې پاکستان په کور دننه خپل سیاستونه راټول کړي، د افغانستان په مساله کې رغنده کردار ولوبوي او پرې نږدي چې سیمه نوره هم د پاکستان د غلطو پالیسیو ښکار شي، کاواکي او نیمګړتیاوې لا غوښنې شي.»

د افغانستان اسلامي امارت له دې وړاندې هم په وار وار بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به ورته ګواښ پېښ نه شي او په دې تړاو یې د اسلام اباد تورونه په کلکه رد کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist