Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: له افغان کډوالو سره د ایران چلن له اسلامي، بشري او ګاونډیتوب اصولو خلاف دی

فطرت: له افغان کډوالو سره د ایران چلن له اسلامي، بشري او ګاونډیتوب اصولو خلاف دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/12

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د هرات اسلام کلا بندر کې د خبري کنفرانس پرمهال له افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو پر چلن نیوکه کړې.

حمدالله فطرت وایي، له افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونوعمل ناسم او ناوړه دی او ایران دې د اسلامي او ګاونډیتوب اصولو پر بنسټ د افغان کډوالو سره چلن وکړي.

فطرت زیاتوي: « موږ د ایران اسلامي جمهوریت پر مسوولینو او ټولو دا غږ کوو چې دوی دې افغانانو سره انساني او اسلامي چلن وکړي، اوسنی چلن چې روان دی، دوی په بدو حالاتو کې اخراجیږي؛ دا دې ودروي او د اسلامي او ګاونډیتوب اصولو له مخې دا چې دوی ۴۰ کاله د هغوی کوربه توب کړی و، د هغوی اختتام دې لا ښه وکړي.»

فطرت همداراز وايي، ایران کې د افغانانو پاتې شتمنیو رالېږدولو په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر مشرۍ لاندې کمېټه جوړه شوې او له ډېپلوماټیکو لارو به د افغانانو شتمنۍ هېواد ته راولېږدوي.

فطرت په دې اړه وايي:« هغوی هلته کار کړی، مزدوري یې پاتې ده. د تجارانو له جملې چې هلته یې کاروبارونه او جایدادونه درلودل، هغه پاتې شوي دي او په دې مورد هم کمیسیون کې یو کمېټه ده چې د صنعت او سوداګرۍ پر مشرۍ نورې ادارې هم په کې دي. دوی کوښښ کوي چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره دا موضوع د ډېپلوماټیکو لارو جدي تعقیب کړي او یوې نتیجې ته ورسیږي.»

بله خوا له ایرانه راستانه شوي کډوال د ایراني ځواکونو ناوړه چلن څخه شکایت سره وایي، ایران کې یې د شتمنیو پاتې کېدو سربېره، د لارې په اوږدو کې په بېلابېلو پلمو ورڅخه میلیونونه تومانه پیسې اخیستل شوې دي.

له ایرانه ایستل شوی افغان محمد شفېع وايي:» هلته افغانانو باندې ډېر ظلم او ستم دی، زموږ هر یوه ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونو تومانه پاتې شوي. خروجي یې ووهله او راته یې وویل چې پیسې نه شته. پرون تازه را ورسېدو، لاره کې یې هم له زموږ زیاتې پیسې واخیستې، حتا د شیر خوار ماشوم پر سر یې هم پیسې واخیستې.»

له ایرانه ایستل شوی افغان داد خدا وايي: « ټول افغان کډوال یې چور کړل، زموږ له اسلامي امارت دا هیله ده چې باید خپل غږ پورته کړي، ځکه افغان کډوالو ډېر رنج لیدلی.»

دا په داسي حال کې ده چې تېرو ۱۸ ورځو کې څه باندې۴۵۰ زره افغان کډوال د اسلام کلا پولې له لارې هېواد ته راستانه شوي چې ډېری هغه یې د ایران له خوا پر زور ایستل شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist