Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: د بې وزله افغانانولاسنیوي لپاره شااوخوا درې میلیارده ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا:د افغانستان لپاره غوښتل شوې ۶۰۰ میلیونو ډالرو مرسته مو ترلاسه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/25

د ملګرو ملتونو بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هغه ۶۰۰ میلیون ډالره مرستې پوره  کړې،چې  د افغانستان لپاره یې له نړیوالو غوښتې وه.

اوچا وايي، دغه غوښتنه یې عملي شوې او د یاد فنډ سل سلنه د دوی لاس ته ورغلی دی.

د اوچا خبرپاڼې یوه برخه:« موږ چې د افغانستان لپاره د څه باندې ۶۰۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې وه،هغه اوس سل سلنه چمتو شوې. موږ ته را رسیدلې دي. موږ غواړو،له بېلابېلو لارو دغه مرستې اړمنو افغانانو ته ورسوو.»

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره سم له مرستندویو هېوادونو وغوښتل،چې افغان ولس سره باید څه باندې ۶۰۰ میلیون ډالره مرسته وشي.

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي،چې  دغه مرستې کولای شي، د بېوزلۍ کچې د راکمولو په برخه کې مثبت رول ولوبوي،خو د راتلونکي احتمالي بشري ناورین لپاره بسنه نه کوي.

 دوی وايي، د مرستو ویش ډول باید داسې وي،چې خوراکي توکي لرې پرتو سیمو ته ورسېږي او نغدي مرستې ښارونو ته ځانګړې شي.

اقتصادي کارپوه نورالله عزیز وايي:« نغدي مرسته تر ډېره ښارونو کې او یا ښارونو ته نږدې ساحو کې په نظر کې ونیول شي،ځکه دلته بازارونه دي او د ضرورت وړ توکي په اسانۍ سره رانېول کېږي او کولای شي هغه توکي چې دوی ورته په ورځني ژوند کې ضرورت لري له بازارونو ترلاسه کړي.»

بل لور ته ځنې نور په دې اند دي،چې په هغو هېوادونو کې چې یوازې بشري مرستې شوې دي، تر ډېره بې وزله پاتې شوي دي،چې ژوندی مثال یې افریقايي هېوادونه دي،چې له لسیزو راهیسې ورسره بشري مرستې کېږي،خو په روزګار کې یې هېڅ ښه والی نه دی راغلی.

 اقتصادي کارپوه     اجمل سهیل وايي:« افغانستان کې د بشري مرستو پر ځای دې مستقیم او غیرمستقیم ډول پانګونه وشي، ترڅو خلک پر خپله د کار په بازار کې برخه واخلي او د کار پر مټ دوی عواید ترلاسه کړي،چې شخصي اقتصاد او بیا د افغانستان اقتصاد وده ومومي.»

دغه مرستې داسې مهال افغانستان ته د راستولو لپاره چمتو شوي دي،چې ګڼو نړیوالو بنسټونو اندیښنه څرګنده کړې  ده، چې د ژمي له رارسیدو سره به د افغانستان نیمايي برخه وګړي له سخت بشري ناورین سره مخ شي او سړه هوا به میلیونونه افغانان چې له لوږې سره مخ وکړېږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist