ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د ۲۳ میلیونه افغانانو اقتصادي وضعیت مخ پر خرابېدو بللی او د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه یې کړې ده.
د یونېسف چارواکو ویلي،د افغان ماشومانو وضعیت اندېښمن کړي او ویره لري،چې د ژمي سړه هوا به د ګڼو ماشومانو ژوند واخلي.
دغې ادارې ټینګار کړی دی،که نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه، افغانستان ته سمدستي بشري مرستې ونه رسوي د اوسني وضعیت بدې پایلې به سیمه او نړۍ هم اغېزمنه کړي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام،اوچا او سره صلیب هم له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.