د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دوشنبې پر شپه د افغانستان د روان وضعیت په تړاو عمومي ناسته ترسره کړه چې په کې د افغانستان بشري، امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په تړاو بېلابېل نظرونه شریک شول.
دغه ناسته چې د جرمني له لوري ترتیب شوې وه، په کې د دې هېواد استازې وویل، هېواد یې له افغانستان سره خپله ښکېلتیا ساتي او په همدې موخه یې د ۲۰۲۱زېږدیز کال له اګست راهیسې په بشري برخو کې له افغانانو سره شاوخوا یو میلیارد ډالره مرسته کړې.
نوموړې په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله او همدې وضعیت ته رسېدنه او پرې بحث کول یې د دې پرېکړه لیک موخه وبلل.
په ملګرو ملتونو کې د جرمني استازې انټجې لینډرټیسي د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو پر وړاندې د روان وضعیت په تړاو اندېښنه وښوده او د بدلون غوښتنه یې وکړه.
هغه زیاته کړې: « په افغانستان کې روان وضعیت د نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو سازمان او غړو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دی. له افغانستان او افغانانو سره ښکېل پاتېدل د دې پرېکړه لیک مهم پيغام دی.»
په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې استازي بیا په افغانستان کې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت پر قانون اندېښنه وښوده او وې ویل، یاد قانون پر ښځو سخت بندیزونه لګولي او هغو یې د زده کړو په څېر له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړې دي.
سټاوروس لامبرېنیدیس له سرپرست حکومته وغوښتل چې داسې ټولګډونه حکومت ایجاد کړي چې ټول په کې ځانونه وویني او ترڅنګ یې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
هغه په دې اړه ویلي: « طالبان د سرپرست حکومت د واکمنانو په توګه سیاسي او اخلاقي مسوولیت لري چې له تبعیض پرته د ټولو افغانانو بنسټیز حقونو ته درناوی وکړي او هغه خوندي کړي. موږ له طالبانو دا تمه لرو چې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او بشري حقونو ته پوره درناوی وکړي. همدارنګه پر هغوی غږ کوو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۹۳ پرېکړه لیک پلی کړي.»
ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مرستیال جحاناتان شریر له اسلامي امارت وغوښتل چې د یوه حکومت په څېر عمل وکړي او په خبره یې د امریکايي اتباعو د یرغمل کولو له پالیسۍ لاس واخلي.
جاناتان شریر په خبره، امریکا نه شي کولی په یوه وخت کې هم له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي او هم ترې وغواړي چې خپل نړیوال مکلفیتونه اداء کړي.
هغه خبرداری ورکړی چې واشنګټن نور نه شي کولی د سرپرست حکومت روان چلن وزغمي.
جاناتان شریر زیاته کړې: « امریکا پر طالبانو غږ کوي چې د وسله والې ډلې په څېر چلن کول ودروي. پر همدې اساس موږ له هغوی سره د ټولو امریکايي بندیانو د ازادېدو غوښتنه کوو او له هغو غواړو چې د یرغمل ساتلو له ډېپلوماسۍ دې لاس واخلي. بدلون باید د افغانستان له دننه رامنځته شي. موږ له لسیزو راهیسې د وخت، پیسو او تر ټولو مهمه د خپل سر په بیه له افغانانو ملاتړ کړی او د هغوی بار ته مو اوږه ورکړې. خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان هم خپله ونډه ادا کړي. امریکا به نور د دوی روان ناسم چلن ونه زغمي.»
له بلې خوا، د روسیې استازې له سرپرست حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل نه کولو پر سیاست نیوکه کړې او ویلي يې دي چې ځينې هېوادونه غواړي د افغانستان په تړاو خپل نظر پر نورو غړیو هېوادونو تحمیل کړي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي مرستیالې اننا اوِستیګنیوا ویلي: « د افغانستان قضیې د منځګړو او مرسته کوونکو پر عملي چلن سربېره، موږ په دوامداره توګه د لویدیځو هېوادونو د داسې کړونو شاهدان یوو چې غواړي د افغانستان د وضعیت په تړاو پر نورو مجازي واقعیت تحمیل کړي. دا ځکه قصدي ډول کېږي چې په دوی د شل کلنې جګړې پایلې او په ۲۰۲۱زېږدیز کال په اګست کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د غیر مسوولانه وتل پرې پټ وساتي.»
همدارنګه، د چین استازي سره له دې چې د افغانستان امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت یې د ډاډ وړ بللی، ترڅنګ يې دا هېواد د بشري وضعیت، ترهګرۍ سره د مبارزې او ښځو حقونو په څېر برخو کې له جدي ننګونو سره مخ یاد کړی.
ګینګ شوانګ دغه راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیاځلې ادغام او تعامل برخو کې خپل رول ولوبوي او پر نړیوالو مرستندویه ادارو او هېوادونو یې غږ کړی چې په اوسنیو شرایطو کې خپل مسوولیتونه اداء کړي.
شوانګ په دې اړه ویلي: « په اوسنیو شرایطو کې افغانستان له امنیتي او عمومي وضعیت له اړخه په سوله ییز او باثباته حالت کې دی او اقتصاد یې هم د ودې په حال کې دی؛ سربېره پر دې، بهرنۍ راکړه ورکړه یې فعاله ده. خو ورته مهال دغه هېواد د بشري وضعیت، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ښځو حقونو په څېر برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی.»
د پاکستان استازي یو ځل بیا د ترهګرۍ په تړاو د خپل هېواد اندېښنه شریکه کړې او ویلي يې دي چې افغانستان باید اجازه ورنه کړي چې له خاورې یې ترهګري پاکستان، سیمه او نړۍ وګواښوي.
افتخار احمد ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک دا مهال شپږ زره جنګیالي لري، له افغان خاورې په استفادې د پاکستان ملي امنیت ننګوي او له نړیوالو پاتې پوځي تجهیزات په دې عملیاتو کې کارول کیږي.
د احمد په خبره، که له یوې خوا داعش خراسان ډله د سرپرست حکومت چارواکي په نښه کوي، له بلې خوا د القاعدې شبکه، ټيټيپي او بلوڅ ازادي غوښتونکي په افغانستان کې د حکومت له کنټروله بهرسیمو د پاکستان ترکنټرول لاندې سيمو باندې عملیات کوي.
هغه زیاته کړې:« موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې په افغانستان کې دننه او بهر هېڅ ورانکارې ډلې نه پرېښودل کېږي چې بې ثباتي خپره کړي. موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان د ترهګرۍ د روزنځای په توګه ونه کارول شي، ترڅو وروسته نه یوازې ګاونډیان بلکې سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي. له افغانستانه راپورته کېدونکې ترهګري ګاونډیانو په تېره بیا پاکستان ته ستر ګواښ دی.»
اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې د دې ناستې د ګڼو غړیو مثبت دریځونه ستایلي، خو د امریکا په ګډون یې د یو شمېر نور پر موقف نیوکه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « په ياد پرېکړه ليک کې د ځينو ادعاوو او تورونو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ته لاندې واقعيتونه ور يادوي. په پرېکړه ليک کې د ملګرو ملتونو د مخکېنيو پرېکړه ليکونو، راپورونو او ارزونو تایيد او د هغو پر اساس استدلال، په ځانګړي ډول د امنيت او بشري حقونو په برخې کې، د ځينو هېوادونو تر فشار او فرمايش لاندې د چلن او له ځمکنيو واقعيتونو د انکار پر منهج ولاړ روايت تسلسل دی.»
د دې ناستې په پای کې غړیو هېوادونو د غونډې د اجنډا په تړاو د ۱۱۶ مثبتو، دوو منفي او ۱۲سپینو رایو په کارولو سره، په دې اړه پرېکړه لیک تصویب کړ.