Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راستانه شوې کډوال: نړیوال سازمانونه دې د ګاونډیو هېوادونو غیر اصولي چلن مخه ونیسي

راستانه شوې کډوال: نړیوال سازمانونه دې د ګاونډیو هېوادونو غیر اصولي چلن مخه ونیسي

shamshadnews by shamshadnews
2025/07/09

په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستانه پر لوړه کچه افغان کډوال په جبر ایستل شوي او بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

راستانه شوي کډوال وایي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي او شرایطو ته په کتو، د نړیوالو مرستندویو موسسو لوړه کچه مرستو ته اړتیا لري.

د دوی په خبره، یوازې د ایران او پاکستان د کړنو غندل ستونزه نه شي حل کولی او باید د دې هېوادونو د غیر اصولي کړنو پر وړاندې عملي اقدامات وشي.

له ایران را ایستل شوی افغان کډوال عثمان خان تره ‌خېل وايي: « باید همدا اوس راشي او د راستنو شویو کسانو لاسنیوی وکړي، ځکه وضعیت ډېر خراب دی. په خوله د خبرو کول څه ګټه نه لري، بلکې باید له مسافرو سره عملي مرستې وکړي. که څه هم په سرحد کې له راستنېدونکو سره نغدي او خوراکي مرستې کېږي.»

له ایران راایستل شوی افغان کډوال عبدالبصیر مهاجر وايي: « مرستې کافي نه دي؛ په ځانګړې توګه هغه کسان چې ګڼې کورنۍ ورسره وي، دا کېدونکې مرسته ورته هېڅ بسنه نه کوي. خلک ناتوانه دي، له یوې خوا ایران ظلم وکړ او اوس باید دلته مرستې ورته زیاتې او اکمال شي.»

په همدې حال کې د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت بیا د کډوالو لپاره له نورو اسانتیاوو سربېره د روغتیا په برخه کې د هڅو خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له نړیوالو سازمانونو غواړي چې له خپل نفوذه پر ګټې اخیستنې سره پر ایران او پاکستان فشار راوړي، ترڅو د افغان کډوالو پر وړاندې خپلې تګلارې بدلې کړي.

حقاني زیاته کړې: « د هېواد په ټولو فرضي او سرحدي دروازو کې صحي ټیمونه، سیار کلینیکونه او امبولانسونه موجود دي. په هره برخه کې چې راستنېدونکي مهاجرین خدمتونو ته اړتیا لري، هلته دوی ته پر و خت رسېدنه کېږي. نړیوالو سازمانونو لکه څرنګه چې اړتیا ده، هغسې ګامونه یې نه دي پورته کړي. موږ له دوی غوښتنه کوو چې له خپل نفوذه پر ګټې اخیستې پر کوربه هېوادونو فشار راوړي چې له نړیوالو اصولو سره سم، مهاجرین په جبري توګه را ونه شړي بلکې وخت ورکړي چې په خپله خوښه راستانه شي.»  

د سیاسي چارو یوشمېر شنونکي بیا وایي، نړیوال سازمانونه باید د افغان کډوالو سره خپلې مرستې ډېرې کړي او د دوی د بد وضعیت د ښه والي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د دوی په خبره، له کډوالو سره د روان وضعیت په اړه یوازې د ګاونډیو هېوادونو د کړنو غندل ګټه نه لري.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « د نړۍ هېوادونه او هغه کسان چې د دې باعث شول چې زموږ هېوادوال مهاجر شي، یوازې اعلامیې صادروي او د ګاونډیانو چلن غندي، حال دا چې غندل د دغو کسانو هېڅ درد نه دوا کوي. نړیوال سازمانونه باید د هغو کسانو د ستونزو هوارولو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي چې تازه له ګاونډيو هېوادونو راستنېږي. دوی بیاځل مېشتېدلو، روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو، جامو او ټرانسپورټ ته اړتیا لري.»                     

په وروستیو څو کالونو کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی. نړیوالو سازمانونو په دې وضعیت اندېښنه ښودلې او د دغو هېوادونو کړنې یې غندلې دي؛ خو د کډوالو او شنونکو په باور د دې وضعیت پر وړاندې یادو سازمانونو هېڅ عملي اقدام نه دی کړی او حتی د یادو سازمانونو له لوري له کډوالو سره کافي مرستې هم نه دي شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist