Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کونړ په شپږو ولسوالیو کې د ٣٥ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې

د کونړ په شپږو ولسوالیو کې د ٣٥ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/08

کونړ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا  د ١٣١ میلیونه افغانیو په لګښت د ٣٥ پروژو چارې پیل شوې.

دانګام، شلتن، سرکاڼو، مروره، خاص کونړ او ناړۍ هغه ولسوالۍ دي چې دغه پروژې به په کې پلې شي.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت معین محمد اسماعیل غزنوي وايي: « د کونړ ولایت په شپږو ولسوالیو کې ۳۵ پروژې منظورې شوې دي. نن ورځ به دا ټولې پروژې افتتاح شي. په دې ۳۵ پروژو کې د ۱۵ پروژو قراردادونه بشپړ شوي چې نن یې عملا ً پرانیستنه کوو او پاتې نورې به هم ډېرې ژر پيل کړو.»

غزنوي زیاتوي، په دې پروژو کې د روغتیا، پوهنې، بیارغونې، سړکونو، استنادي دېوالونو او پلونو جوړول شامل دي.

غزنوي څرګنده کړې: « دا ۳۵ پروژې په مختلفو برخو کې دي. په دې کې د ښوونځیو جوړول، د سړکونو جوړول، د پلونو او پلچکونو جوړول، د اوبو رسولو او استنادي دېوالونو جوړولو پروژې او دغه راز د روغتیا په برخه کې هم پروژې شته دي.»

د سیمې اوسېدونکي د دوی ستونزو ته په کتو دا پروژې کافي نه بولي او د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کوي.

د کونړ اوسېدونکی خلیل رحمن وايي: « زموږ ډېرې ستونزې پای ته رسېدلې دي، خو د پاتې نورو د هواري هم غوښتنه کوو.»

د کونړ یو بل اوسېدونکی کرامت وايي: « باید زموږ د خلکو ستونزو ته توجه وشي، باید دې خلکو ته کلینکونه او سړکونه جوړ شي او بچیانو ته یې د ښوونې روزنې زمینه برابره شي.»

د چارواکو له مالوماتو سره سم، د اسلامي امارت مشرتابه د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې پرتو سیمو د بیارغنیزو چارو د پروژو لپاره  یو میلیارد افغانۍ ځانګړې کړې چې د ځنیو هغو یې کارونه عملا پیل شوي  دي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist