Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
میتیو: له افغان کډوالو سره د ایران چلن غیر انساني دی

میتیو: له افغان کډوالو سره د ایران چلن غیر انساني دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/08

د اسیایي هېوادونو لپاره د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون سیمه ‌ییز ریيس له شمشاد ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې د ایران له لوري افغانانو سره کېدونکی چلن غندي.

الکساندر میتیو وايي، د ایران له لوري له افغان کډوالو سره دا ډول چلن د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف او غیر انساني دی.

 د نوموړي په خبره، ایران کې د مېشتو افغانانو بېرته ستنېدنه باید پر خپله خوښه، د افغانستان شرایطو ته په کتو او د یوه ټاکلي مهالوېش له مخې ترسره شي.

میتیو په دې اړه وايي: « باید ووایم چې هېوادونه باید د کډوالو ایستلو په اړه انساني چلن وکړي، دا پروسه باید رضاکارانه وي او هغه کسان په جبري توګه ونه ایستل شي چې دلته افغانستان کې له خطر سره مخ کېږي. باید هڅه وشي چې دا کار ورو ورو ترسره شي او که دا ممکنه وي چې دوی له ځانه سره هغه شتمنۍ هم راوړي چې له هېواد بهر یې ګټلې دي، دا به ورسره مرسته وکړي چې بېرته ستنېدنه یې لږترلږه عزتمنده وي.»   

میتیو همدا راز له ایرانه پر لوړه کچه د افغان کډوالو اخراج ته په اشارې وايي، هره ورځ نږدې له ۳۲ تر ۳۶زره افغانان خپل هېواد ته راستنول کېږي چې په کور دننه یې د دوی لپاره د اسانتیاوو برابرول ستونزمن کړي.

د اسیایي هېوادونو لپاره د سره صلیب سیمه ‌ییز ريس په دې اړه وايي: « زه درې خبرې کوم، لومړی دا چې راستنېدل باید پر خپله خوښه وي، دا ډېره مهمه ده. دویم، هېڅوک باید بېرته ونه لېږل شي، که چېري دوی په افغانستان کې له خطر سره مخامخ کېږي یا په دې اړه وېره وي، باید ستنېدلو ته مجبور نه شي. درېیم، که پالیسي دا وي چې غیر قانوني کسان باید بېرته ستانه شي، نو لږترلږه دا کار باید ورو ورو وشي، ترڅو افغانستان وکولی شي دا کسان جذب کړي. له ۳۲ تر ۳۶ زرو کسان په یوه ورځ کې را ایستل کېږي؛ هېڅوک دا نه شي جذبولی.»

میتیو له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د خپلې بودیجې د نه شتوالي ستونزه یادوي او وايي، نه يوازې دغه فډراسیون بلکې نور بشري بنسټونه هم له کډوالو سره د اوږدمهاله مرستو لپاره کافي بودیجه نه ‌لري.

هغه زیاتوي: « تر اوسه له موږ سره دومره مالي سرچینې نه شته چې دا کارونه ښه ترسره شي، دا اوسنی حقیقت دی. موږ دومره بودیجه نه لرو او نورې ادارې یې هم نه لري. یو شمېر نورې ادارې لکه د کډوالو عالي کمېشنري او د  کډوالۍ نړیوال سازمان(آی.او.اېم) راستنېدونکو سره د راتګ پرمهال یوڅه مالي مرسته کوي، ترڅو نوی ژوند پيل کړي.»

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فډراسیون په داسې حال کې له ايرانه د راستنېدونکو کډوالو ناوړه وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې د راپورونو پر بنسټ، په وروستیو شاوخوا دوو میاشتو کې نېږدې ۱.۵ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه پر زور او خوښه هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist