Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د عاشورا ویر کوونکي د امنیت له ټینګښت خوښي څرګندوي

د عاشورا ویر کوونکي د امنیت له ټینګښت خوښي څرګندوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/07

د محرم میاشتې له لومړۍ ورځې بیا تر لسمې، تکیه خونو ته تللې لارې او کوڅې له ګڼې او ګوڼې ډکې دي.

وېر کوونکو له تورو جامو سربېره له بېرغونو سره د تېرو کالونو په څېر یې یوه روحاني فضا رامنځته کړې وه.

د عاشورا وېرکوونکي وایي، سږني مراسم د تېرو دوو کالونو پرتله په زیاته ګڼې ګوڼې او امن فضا کې ترسره شول.

په چنداول تکیه خانه کې د عاشورا مراسمو د تنظیم مسووله مشروع احمدي وايي: « څومره خلکو چې نن ورځ په دې مراسمو کې ګډون کړی، د تېرو دوه درېیو کالو پرتله ډېر زیات دی. دومره چې موږ فکر کوو ټول کابل او افغانستان راسره ګډون کړی. تاسو وینئ چې موږ د مسجد په درېیم پوړ کې یو، خو بیا هم ځای نه شته. د دې لامل دا دی چې د اسلامي امارت حکومت ډېر سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.»   

د چنداول تکیه خانې امنیتي مسوول محمد صادق حاجي زاده وايي: « د اسلامي امارت له وروڼو ډېره مننه کوم چې ډېر ښه امنیت یې ټینګ او په هره برخه کې همکاري کوي. د عاشورا مراسم د نورو کالو پرتله ښه او با شکوه تجلیل کېږي.»                  

وېرکوونکی نجیب الله احساني وايي: « د امنیت په لحاظ باید ووایم چې سږ کال تر نورو ښه امنیت نیول شوی. په ټولو جوماتونو او تکیه خانو کې بشپړ امنیت ټینګ دی او خلک په مراسمو کې ګډون کوي. خلک له امنیتي پلوه هېڅ ډول تشویش او اندېښنه نه لري.»

دیني عالمان بیا د عاشورا د پیغام په اړه خبرې کوي او وایي، دا ورځ د مسلمانانو تر منځ د یووالي او پیوستون پیغام ورکوي.

هغوی زیاتوي چې عاشورا د ظلم پر وړاندې د مبارزې، دین پېژندنې او ټولنیزو ستونزو د درک پیغام وړاندې کوي.

دیني عام سید موسی موسوي وايي: « په ۶۱ هجري کال د حضرت پیغمبر(ص) لمسي حضرت امام حسین د هغه وخت د مسلمانانو حاکم یزید پر وړاندې قیام وکړ او د دې قیام په پای کې په شهادت ورسېد. شیعه مذهبه خلک په دې ورځ یو بل ته اوبه ورکوي، غمرازي کوي، نوحه او روضه وايي. زموږ اهل سنت وروڼه د محرم پر لسمه روژه نیسي او خیراتونه کوي. د عاشورا یو مهم پیغام دین پېژندنه او آسیب پېژندنه ده او سیاسي پیغام یې له استکبار سره مبارزه ده.»       

ماتم کوونکو د دې مراسمو ترڅنګ، د کربلا د پېښو تجسم ته ورته یو نندارتون هم جوړ کړی، ترڅو ماشومان او ځوانان ترې عبرت واخلي.

د نندارتون مسوول سید حسین هاشمي وايي: «         د تجسم جوړونې د دې نندارتون موخه دا ده چې زموږ ماشومانو، ځوانانو، زلمیانو او نورو خلکو ته د کربلا حادثه وښیو او دا چې د عاشورا په ورځ څه پېښ شوي.»

په همدې حال کې، د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، مسلمانان د عاشورا د مراسمو په ترسره کولو او د امام حسین په یاد تازه کولو سره، خپله معنویت او داخلي یووالي ته وده ورکوي.

نوموړي دا هیله هم څرګنده کړې چې د محرم له ورځو پر ګټې اخیستنې، د افغانستان خلک دې متحدانه او پر ګډ غږ د یوه پرمختللي، ودان او له علم او پوهې برخمن افغانستان لپاره هڅه وکړي.

د محرم ۱۰ مه د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د اهل تشیع پیروانو د وېر ورځ ده. په همدې ورځ حضرت امام حسین چې د حضرت محمد(ص) لمسی و، له خپلو یارانو سره د کربلا په پېښه کې شهید شو. هر کال مسلمانان د عاشورا په مراسمو کې د ایثار، قربانۍ او مقاومت ارزښتونه ژوندي ساتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist