Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: پکتیا کې ځنې پخواني مجرمین بېرته نیول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/22

د پکتیا ولایت د استناف څارنوال محمد نظیم  غزالي وايي، په دغه ولایت کې ځینې پخواني مجرمین،چې د نظام د سقوط پر مهال تښتیدلي، یو شمیر یې بېرته نیول شوي.

غزالي  وايي، کشفي ادارو د ټولو هغه مجرمینو لټون پیل کړی دی، چې د ګردیز د سقوط پر مهال له زندانه تښتیدلي دي .

غزالي زیاته کړه:« هغه چې حق العبد دي او د بندګانو حق دی پرې بېرته نیول کېږي،چې څوک عارض شوي دي.  یو شمیر د کشفي ادارو له لوري نیول شوي او د نورو لټون روان دی.»

د پکتیا اوسیدونکي د اسلامي امارت له لوري د یو شمیر پخوانیو مجرمینو بېرته نیول کیدل ستایي خو وایي، که پاتې یې ونه نیول شوي، یو ځل بیا به په جرمونو لاس پورې کړي 

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« اندیښنه مو دا ده، که ټول تښتیدلي مجرمین ونه نیول شي، یو ځل بیا به په جرمونول لاس پورې کړي، نو زموږ هېله دا ده،چې ټول بېرته ونیول شي.»

د پکتیا یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،هغه مجرمین چې له زندانه تښتیدلي دي، باید بېرته ژر تر ژره ونیول شي که ونه نیول شي ، بېرته به پر ناوړه چارو لاس پورې کړي.»

د دې تر څنګ یو شمیر کسان چې د خپلو قضیو د هواري په موخه استناف څارنوالي ته راغلي له مسوولینو غواړي،چې په هواري کې یې مرسته وکړي او خپل حق ور وسپاري.

د پکتیا اوسېدونکی عرب ګل وايي:« دوه کاله کېږي،چې زما له چا سره یوه مسئله درلوده، خو ما عریضه نه کوله.اوس چې اسلامي امارت حاکم شوی،ورته عارض شوم او هېله لرم چې خپل حق به راوسپاري.»

پکتیا استناف څارنوالي ډاډ ور کوي،چې مرکز ګردیز او یو شمیر ولسوالیو کې عدلیي او قضایي ادارې فعالې دي او په ټولییز ډول هڅه دا ده،چې قضیې پر وخت وڅېړل شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist