Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: افغانستان سیمه کې د هېوادونو له متضادو سیاستونو سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/22

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،امریکا او مسکو په سیمه او افغانستان کې خپلې ګټې وېشلي دي او غواړي،د ځینو هېوادونو په راغبرګولو سره اسلامي امارت دې ته تیار کړي،چې د دوی ګټې په ګواښ کې واقع نه کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« په دې وروستیو کې د سیمې ګڼ شمېر هېوادونه غواړي،د افغانستان ټیکاو او راتلونکي په اړه خپلې ملي ګټې را ونغاړي. په سېمه کې له بده مرغه متضاد سیاستونه موجود دي، د پاکستان او هند کشاله،د چین،روسیې او امریکا کشاله،ایران هم په سیمه کې د هغو هېوادونو دی،چې خپلې ګټې لري.»

 امریکا د سویلي اسیا لپاره د ۲۰۱۷ زېږدیز کال په خپله تګلاره کې هڅه کړې ده،چې سیمه کې د هند رول ډېر کړي،چې په دې تګلاره کې بیا روسیې او چین باندې د زیاتو فشارونو د راوړلو هڅه شوی ده.

خو اوس د ولسي جرګې پخواني غړي وایي، امریکا غواړي،افغانستان کې خپلې تېروتنې سمې کړي او هند غواړي، اسلامي امارت د پاکستان له رسوخ څخه وساتي.

دوی وايي، روسیه بیا هڅه کوي،چې په سیمه کې نړیواله سیاسي تشه را ډکه کړي او سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي.

د ولسې جګړې پخوان غړی کمال ناصر اصولي وايي:«هند غواړي،طالبان د پاکستان له رسوخ راوباسي. امریکا یو نوعه بد چلن کړی،له افغانانو سره دغه چلن د دې لامل  شوی،چې په داخل د امریکا کې د ولسمشر ارزښت راټیټ کړي. اوس هڅه کوي،طالبانو سره توافق ته ورسېږي،ترڅو د چین او روسیې د نفوذ مخه په افغانستان کې ونیول شي.»

اسلامي امارت تر اوسه پورې خپله بهرنۍ تګلاره نه ده څرګنده کړې،خو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې پر متقابلو ولاړو ښو اړیکو درلودو ژمنه کړې ده.

کارپوهان وايي، د امریکا د شل کلن حضور پرمهال د غرب او سیمې ترمنځ همغږي نه وه،چې دې چارې سیمه او افغانستان له سیاسي ترینګړتیا سره مخ کړي وه.

کارپوه  بلال فاطمي وايي:« دغه هېوادونه غواړي،چې پر اسلامي امارت باندې فشارونه راولي،ترڅو حکومت کې خپل نفوذ ولري او حکومت د دوی تر اغېز لاندې اوسي.

هغه که امریکا ده،که چین دی او که روسیه او نورو هېوادونه دي د دې ترشاه  ولاړ دي.»

افغانستان کې د جګړې اړخ هم د دغو هېوادونو نیابتي لاس وهنه وه.

کارپوهان ټېنګار کوي،چې امریکا،روسیه،هند او د نړۍ نور قدرت مند هېوادونه باید افغانستان ته لاس ورکړي،ترڅو دلته ثبات راشي.

کارپوهان خبرداری ورکوي،که چېرته سیاستونه مثبت نه شي،افغانستان به هېڅکله د دغو هېوادونو د متضادو سیاستونو له اغېزو په امان پاتې نه شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist