Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: مسکو او کابل د اړیکو پیاوړتیا لپاره د همغږۍ او باور ښه فضا رامنځته کړې

کابلوف: مسکو او کابل د اړیکو پیاوړتیا لپاره د همغږۍ او باور ښه فضا رامنځته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/03

د روسيې ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله راپور ورکړی چې مسکو او کابل د سیاسي او اقتصادي اړیکو پیاوړتيا لپاره د همغږی او باور ښه فضا رامنځته کړې.

کابلوف په افغانستان کې امنیتي وضعیت د پخوا پرتله ډاډمن بللی او د ترهګرۍ پر وړاندې يې له سرپرست حکومت سره د مسکو د همکاريو ډاډ ورکړی.

نوموړي دغه راز د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه هم کړې او د ممنوعه ډلو له لېسټه يې د اسلامي امارت له ایستلو وروسته د مسکو او کابل دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتيا د سیمه ‌يیز ثبات لپاره مهمه بللې.

کابلوف په دې اړه ویلي: « موږ دې خبرې ته پام وکړ چې د افغانستان ستونزې یوازې د ناستو، کنفرانسونو او دې ته ورته نورو اجنډاوو په وسیله نه حل کېږي. افغانانو ته عملي مرستې په کار دي، نه ژمنې او تحلیل.»

ضمیر کابلوف دغه راز ویلي، د افغانستان په اړه د مسکو بله مشورتي ناسته به د روان زېږدیز کال په سپټمبر او یا اکټوبر کې وشي چې لا یې مشخصه نېټه نه ده په ډاګه شوې.

سرپرست حکومت چارواکي هم د امریکا له لوري د افغانستان کنګل شویو شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت شتمنۍ په اړه د کابلوف له څرګندونو هرکلی کوي او له امریکا غواړي چې دا شتمني آزاده کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « د افغانستان د خلکو شتمنۍ آزادولو په اړه د ښاغلي کابلوف څرګندونې واقع بینانه خبرې دي او موږ هم غواړو چې د افغانانو ټولې پیسې آزادې شي او زموږ د خلکو په واک کې ورکړل شي.»

خو د سیاسي چارو شنونکي د امریکا او روسیې په څېر زبرځواکو هېوادونو بهرنۍ پالیسۍ او تګلارې د دې هېوادونو د سیاسي اهدافو پر بنسټ ګڼي چې له شرایطو او وضعیت سره تغییر مومي.

دوی د روسیې امنیت شورا د منشي مرستيال وروستیو څرګندونو ته چې له افغانستانه مرکزي آسیا ته یې د احتمالي بې ثباتیو خورېدو په اړه خبرداری ورکړی و زیاتوي، دا هېوادونه په سیمه کې د خپلو موخو او لوېدیځ سره د تقابل لپاره د پالیسو بدلون لازمي ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « موږ خو څه د نړیوالو قدرتونو د لاس آله نه یو، موږ باید هڅه وکړو چې د نړیوالو د دې سړې جګړې پر وړاندې مبارزه وکړو، ترڅو دا سړه جګړه چې زموږ د خلکو او حکومت پر وړاندې روانه ده له منځه یوسو. د روسیې دفاع وزیر په شانګهای غونډه کې وايي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شته دي. زه هغه وخت په دې نړیوالو هېوادونو باور کوم چې افغانستان پر رسمیت وپېژني او افغانستان له ټولو هېوادونو سره ډېپلوماټيکې سیاسي اړیکې ټینګې کړي.»

د ټاس په راپور کې راغلي، د مسکو او کابل ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې اسلامي امارت تازه مسکو ته خپل سفیر مولوي ګل حسن استولی او دغه ډېپلوماتیک پرمختګ به د مسکو او کابل ترمنځ په اړیکو رغولو کې مهم رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist