Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: له ایران او پاکستان سره د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې شوې

حقاني: له ایران او پاکستان سره د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/03

د ایران او اسراييلو ترمنځ د جګړې له پيل سره سم، ايران د افغان کډوالو د ايستلو هڅې ګړندۍ کړې، حال دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له اوربند سره تمه وه چې د افغانانو اخراج به اصولي او کم شي، خو د راپورونو له مخې دا لړۍ نه دا چې سوکه شوې نه ده، بلکې لا چټکه شوې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت موندنې ښيي، د يادې جګړې له پیل تر دې مهاله، ایران تر ۲۶۵ زرو ډېر افغان کډوال په زور له خپلې خاورې ایستلي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر ايران سربېره له پاکستان هم د کډوالو راستنېدو دوام تایيدوي او زياتوي چې د ستونزو حل لپاره د پاکستان او ايران له چارواکو سره خبرې شوې دي.

د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي: « د ایران او اسراییلو له جنګ را وروسته تر اوسه پورې له ایران هېواد په مجموعي ډول ۲۶۵زره، ۵۷۱ تنه مهاجرین هېواد ته راستانه شوي چې ۶۷ زره، ۶۹۶ تنه مجردین راغلي او ۱۹۷ زره، ۹۷۵ تنه فامیلي راستانه شوي دي. همدا راز په ورته مهال ۱۶ زره ۳۷۵ تنه له پاکستان او ۶۰۸ تنه له ترکیې په خپله خوښه او اجباري ډول راغلي چې د ټولو مجموعي تعداد ۲۸۲ زره ۵۵۴ تنه کېږي.»

له بلې خوا، د ناروې کډوالو شورا د کډوالو راستنېدو لړۍ چټکېدو په صورت کې له افغانستان سره د بشري مرستو کمېدو اندېښمنه کړې.

دغه شورا وايي، تېر کال امريکا له افغانستان سره ۴۵ سلنه کېدونکې بشري مرستې تمويل کړې، خو په خبره يې سږ کال يې دا کچه خورا کمه کړې.

د يادې شورا د مشر یان ایګلنډ وايي، د ناروې کډوالو شورا په شمول ګڼ نور مرستندویه بنسټونه هم په افغانستان کې د مرستو کمښت له امله اړ دي چې د اړمنو ترمنځ د انتخاب سخته پرېکړه وکړي.

د ایګلنډ په خبره، په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ پر کچه د بشري مرستو لپاره د ۴۴ میلیارده ډالرو غوښتنه شوې، خو د روان کال د جون تر پاپه یوازې شپږ میلیارد ډالر ترلاسه شوي دي.

ایګلنډ په دې اړه وايي: « زموږ ټیمونه په افغانستان کې پاتې دي او هغو ټولنو ته ژمن دي چې موږ ورسره له دوو لسیزو راهیسې کار کوو. خو په هېواد کې د خپل تر ټولو لوی مرستندوی له لاسه ورکولو سره زموږ ټیمونه اړ دي چې له چا سره او چېرته مرسته وکړو؟ په اړه يې زړه ماتونکي انتخابونه وکړي. موږ په دې ننګونه کې یوازې نه یوو. ډېری بشري سازمانونه اړ دي چې خپل ملاتړ کم کړي. په داسې وخت کې چې موږ ګورو ډېرې کورنۍ هېواد ته راستنېږي او بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.»

 په ایران کې ځینې افغان کډوال د دې هېواد پولیسو له لوري د کډوالو نیولو او ځورولو له دوامه شکایت کوي.

ایران کې مېشته افغان کډواله لینا وايي: « په وروستیو میاشتو کې د ایران حکومت د افغان مهاجرینو د اخراج لړۍ چټکه کړې. ډېر هغه افغانان چې کلونه یې په ایران کې ژوند کړی، اوس مجبور دي چې د دې هېواد خاوره ترک کړي؛ هغه هم داسې حال کې چې د ورتللو لپاره هېڅ ځای نه لري. د ایران دولت اعلان کړی هغه مهاجران چې قانوني اسناد نه لري، باید د دې هېواد خاوره پرېږدي.»

د سیاسي چارو شنونکي د افغان کډوالو کړکېچ مدیریت لپاره د ګاونډیو هېوادونو، ملګرو ملتونو او سرپرست حکومت ترمنځ نږدې همکاري مهمه ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې د کډوالو جبري اخراج او د دوی ځورولو د مخنیوي او د حقونو خوندیتوب لپاره د ايران او پاکستان له چارواکو سره خبرې وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « موږ نه غواړو زموږ مهاجرین هلته پاتې شي، خو باید په تدریج سره حالاتو او شرایطو ته په کتو راستانه کړای شي، ترڅو سرپرست حکومت ورته چمتوالی ونیسي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « اسلامي امارت ته په کار ده چې د پاکستان او ایران له چارواکو سره د کډوالو د جبري اخراج، ظلم او حقونو اخیستلو لپاره خبرې وکړي؛ ترڅو هلته چې کوم کډوال مېشت دي، حقونه یې خوندي وساتل شي.»

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د چلن سختېدو ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې که تهران له سرپرست حکومت سره له همغږۍ پرته افغانان جبري وباسي چې دا به بشري ناورین رامنځته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist