Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالد: بدخشان کې د کوکنارو کرلو بشپړ مخنیوی نه دی شوی

خالد: بدخشان کې د کوکنارو کرلو بشپړ مخنیوی نه دی شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/03

سره له دې چې واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو سره سم، په ټول هېواد کې د کوکنارو کرلو او د نشه يي توکو د کارولو او قاچاق په تړاو د اسلامي امارت مشرتابه فرمان صادر کړ، خو دا څلورم ځل دی چې د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو او ځانګړې توګه خاش ولسوالۍ کې، د کوکنار کښتونو له ‌منځه وړلو کمپاین د خلکو له مقاومت او لاریونونو سره مخامخ کېږي چې ډېر کله پر تاوتریخوالي اړوي.

د بدخشان والي د کوکنارو کښت اړولو او په غبرګون کې یې د ځايي خلکو د لاریونونو په تړاو مرکه کې ویلي، اسلامي امارت تراوسه په بدخشان کې په بشپړه توګه د کوکنارو کښت مخنیوی نه دی کړی. مولوي محمد ایوب خالد مني چې له سلو ډېرو کسانو  په لاریونونو کې برخه اخیستې وه.

خالد په دې اړه وايي: « هو! مظاهرې شوې دي، خو دا مظاهرې کنټرول شوې دي. طبعا ً خلک به مظاهرې کوي، د افغانستان په لرې پرتو او اطرافي سیمو کې د اوښکو بهوونکي ګاز په څېر پرمختللي وسایل نه شته چې د مظاهرو مخه پرې ونیسو. موږ اوس دا وسایل راغوښتي دي. همدارنګه د خلکو د تیت کولو لپاره مو اطفایې هم راغوښتې دي. نو کله چې خلک مظاهرې کوي، مجاهدین مجبور دي چې هوايي ډزې وکړي، خو داسې څه نه دي پېښ شوي چې ولسوالۍ کې دې ولسوال نه وي او خلک دې ولسوالۍ داخل ته ننوځي.»

په همدې حال کې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې او انځورورنه ښيي چې  لاریون کوونکو خاش ولسوالۍ ته غځېدلې لارې بندې کړې دي.

د بدخشان والي هغه ادعاوې ردوي چې ویل کېږي د خاش ولسوال د نښتو پر مهال د ولسوالۍ په دفتر کې نه و.

مولوي محمد ایوب خالد وايي: « ولسوال حج ته تللی و، اوس راغلی خو شاید په خپلو مراسمو مصروف و. بیا همدلته ما سره و او لاړ ولسوالۍ ته، له ماسره یې په ټیلفون خبرې وکړې او په خپل دفتر کې موجود دی. نه ولسوال له ولسوالۍ تللی او نه هم مجاهدین او نه څوک جرئت کولی شي چې بې اجازې ولسوالۍ ته راشي.»

د سیاسي چارو کارپوهان د نشه يي توکو او کوکنارو د کښت له منځه وړل د حکومت مکلفیت بولي او ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې خلکو ته د کوکنارو کښت په بدیل پانګونه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « د کوکنارو، چرسو او نورو هغو بوټو موضوع چې نشه يي توکي ترې تولیدېږي، په افغانستان کې یوه لویه ملي موضوع ده. دولت دنده لري چې دا له منځه یوسي، خو له دې ناوړه بوټو سره مبارزه ځینو پروګرامونو ته اړتیا لري چې باید له وړاندې یې پلان جوړ شوی وي. کروندګر ته عامه پوهاوی ورکړل شي، د دغو بوټو په زیانونو وپوهول شي او د دغو بوټو بدیل ورته چمتو شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه له هغه فرمان وروسته چې د ۱۴۰۱ کال د حمل میاشتې په ۱۴مه نېټه صادر شو، د نشه يي توکو کرکیله، تولید، قاچاق، پېراو پلور په ټول هېواد کې منع اعلان شول.

خو له دې سره هم د بدخشان ولایت د ځینو ولسوالیو د خلکو او اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ د نشه يي توکو او په ځانګړي ډول د کوکنارو کرولو پر سر لاریونونه او شخړې رامنځته کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist