د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرخپله اېکس پاڼه د ایران له لوري د افغان کډوالو جبري ایستلو او پر وړاندې ناوړه چلن ته غبرګون ښودلی.
خلیلزاده لیکلي، د افغان کډوالو جبري ایستل به بشري ناورین رامنځته کړي.
د ده په خبره، د ایراني چارواکو دا انګېرنه ناسمه ده چې وايي افغان کډوال موساد ته د ایران د اټومي تأسیساتو په اړه مالومات ورکوي.
خلیلزاد وړاندې لیکلي، که ایران د افغانستان له حکومت سره له همغږۍ پرته افغان کډوالو وباسي، ناوړه پایلې به ولري.
خلیلزاد زیاته کړې: « د ایران له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې روان چلن او د هغوی جبري ایستل به بشري ناورین رامنځته کړي. دا د ایران ناسم تصور دی چې ګني افغان کډوال د ایران اټومي تأسیساتو په اړه د اسراییلو استخباراتي ادارې، موساد ته مالومات ورکوي. ایران او افغانستان ګډ تاریخ او فرهنګ لري، ایران له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه دی او افغان کډوال یې په سوریې کې هم جګړې ته استولي دي.»
د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، ایران او افغانستان تاریخي اړیکې او ګاونډیتوب په خپل ځای، حتا پرایران د اسراییلو او امریکا د تازه بریدونو پرمهال، افغانستان او افغانانو له ایران کلک ملاتړ وکړ او پر نړیوالو سټېجونو یې دا برید وغانده او په خبره یې اوس په کار ده چې ایران د افغان کډوالو د ستونزې په تړاو خپل حسن نیت وښیي.
دوی د ایران له لوري د افغان کډوالو جبري ایستل له نړیوالو قوانینو خلاف کار ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد جان رسولیار وايي: « په دې وروستۍ جګړه کې چې د جون پر ۱۳ مه اسراییلو او امریکا له خوا پر ایران برید وشو، د افغانستان حکومت او ولس پر ګډه په قاطعانه توګه د ایران له ولس او حکومت ننګه او ملاتړ اعلان کړ، خو له دې ننګ او ملاتړ سربېره د ایران حکومت افغانانو سره داسې چلن کوي چې د ټولو نړیوالو اصولو او کنوانسیونونو خلاف دی. دا د مهاجرت له اصولو هم خلاف ورزي ده چې په یوه ورځ کې له ۴۰ زرو زیات کسان په جبري توګه د قانوني اسنادو لرلو سربېره، له پولې را اړول کېږي او قانوني اسناد یې ورته څیرل کېږي.»
ځینې نور بیا وايي، د ایران حکومت باید د افغان کډوالو په تړاو پرخپلې کړې پرېکړې له سره غوره وکړي او اجازه ورکړي چې افغانان په تدریجي او باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه شي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « په څومره حجم چې له ایرانه د افغانانو د شړلو لړۍ روانه ده، د دوی ځای پرځای کول اسانه کار نه دی. موږ د ایران له اسلامي جمهوریت او مشرتابه غوښتنه کوو چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي. افغانان باید په تدریج او تدبیر سره خپل وطن ته راشي. په کومه بڼه چې ایران همدا اوس روان کړی، زه فکر کوم دا هم د ګاونډیتوب او هم نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.»
په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د ایران او اسراییلو د جګړې له پیله تر دې مهاله، څه باندې ۲۶۵ زره افغانان له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي چې دلته ورته د استوګنې او ټرانسپورټ خدمات وړاندې شوي دي.