Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: یوناما هڅه کوي د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل ته لاره جوړه کړي

کارپوهان: یوناما هڅه کوي د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل ته لاره جوړه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/03

د چارو څارونکي باور لري چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت(یوناما) هڅه کوي د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ سیاسي تعامل ته لاره هواره کړي.

دوی د قطر په  پلازمینه دوحه کې د یوناما په نوښت د سیاسي تعامل تر سرلیک لاندې دوه ورځنۍ ناسته یوه له دغو هڅو بولي.

 یوناما هم دا ناسته له سرپرست حکومت سره د سیاسي تعامل د یوې منظمې همغږۍ څلورم بهیر بللی.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « د سیاسي تعامل موضوع هم ډېره مطرح ده، ځکه چې دلته کمپلېکسي هیئت لاړ دی. نو وبه لیدل شي چې په دې زموږ هیئت څومره رول لوبولی شي او بله خوا د ملګرو ملتونو موسسې په وساطت غربیان څومره انعطاف ښودلی شي. که نقطې سره برابرې او د منلو وړ وي، هیله دا ده چې موږ هم له دې فرصت نه ګټه واخلو.»

د ملګرو ملتونو په نوښت د سرپرست حکومت، هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې، له خصوصي سکټوره د ملاتړ لپاره د کاري ډلو دوه ورځنۍ غونډه، د سې شنبې په ورځ په دوحه کې پای ته ورسېده.

د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې ټولو ګډونوالو د افغانستان خصوصي سکټور پیاوړتیا، د نشه ‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پر ارزونې او د فرصتونو په رامنځته کولو بحثونه کړي.

د یوناما له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د دوحې ناسته له اسلامي امارت سره د یوه منظم، همغږي او جوړښت مند تعامل یوه برخه ده چې د افغان ولس د ګټې لپاره کار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په دې هکله د نړیوالو له اسلامي امارت سره یا د اسلامي امارت له نړیوالو سره ټول خلک شکمن دي. داسې فکر کېږي هم نړیوال نه غواړي او بعضې پلمې کوي او هم اسلامي امارت ځینې شرایط لکه د نجونو ښوونځي نه مني. نو دا یوه ګونګه مساله ده چې خلکو ته یې شکونه پيدا کړي دي.»

ځینې نور بیا د یوناما په نوښت د دوحې څلورم بهیر ناستې ته په اشارې له سرپرست حکومته غواړي چې له دا ډول فرصتونو سیاسي ګټه پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما دغه پیغام سیاسي موج سواري ده. په تېرو څلورو کالو کې اقتصاد محوره حکومت، د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کول او امنیت د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا نړۍ ته د پیغام په توګه استولی؛ آیا کوم هېواد دا موضوع ومنله؟»

په ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوحې څلورم پړاو بهیر کې د اوو وزارتونو چارواکو ګډون کړی و او د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره یې د نشه ‌یي توکو د کرکیلې په مخنیوي او پر بانکي همکاریو خبرې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist