Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: د دوحې کاري ډلو ناسته له سرپرست حکومت سره د تعامل وروستي لومړیتوبونه ټاکي

یوناما: د دوحې کاري ډلو ناسته له سرپرست حکومت سره د تعامل وروستي لومړیتوبونه ټاکي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/02

د ملګرو ملتونو په نوښت له نشه یي توکو سره د مبارزې او د افغانستان خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په موخه قطر کې د یاد سازمان کاري ډلو او د اسلامي‌امارت اووه کسیز حکومتي پلاوي ترمنځ خبرې پيل شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ) یوناما) په یوه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، په دوحه کې دغه دوه ورځینۍ ناسته له نشه یي توکو سره د مبارزې او د افغانستان خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت د کړنو او فعالیتونو د بررسي کولو په موخه جوړه شوې.

په دې اعلامیه کې راغلي، د افغانستان په اړه د دوحې ناسته به اسلامي امارت سره د تعامل لپاره وروستي لومړیتوبونه مشخص کړي.

د اعلامیې یوه برخه:« د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ځانګړو استازو له درېیمې غونډې وروسته کاري ډلو د تېر کال په جولای کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سپارښتنو او ارزونو پر بنسټ رامنځته شوې او د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د ښکېلتیا او د افغانانو د ګټې لپاره یې طالبانو سره تعامل کړی. دا دوه ورځنۍ غونډې به هغه کارونه روښانه کړي چې تر اوسه پورې له خصوصي سکتور ملاتړ او نشه ‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ترسره شوي او د ښکېلتیا لپاره به نور لومړیتوبونه وپېژني.»

په ورته مهال، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل وایي، د دوحې ناسته کې د غړیو هېوادونو او ملګرو ملتونو له استازو سره د خبرو لپاره یو لوړ پوړی افغان پلاوی تللی او موخه یې د نشه یي توکو د مخنیوي، بانکدارۍ سیسټم او خصوصي سکټور څخه ملاتړ دی.

تکل په دې اړه وايي: « یاد پلاوي کې د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، عامې روغتیا، کرنې او مالدارۍ، تجارت او صنعت، ماليې او اقتصاد وزارتونو او د افغانستان بانک استازي شامل دي. ټاکل شوې دغه پلاوی د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د نشه ‌يي توکو د مخنیوي او کنټرول، بديل معيشت، د معتادينو درملنې، خصوصي سکټور او بانکدارۍ په برخه کې د ممکنه همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.»

د سیاسي چارو شنوونکي د قطر په نوښت د پیل شویو ناستو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

 ځینې دا لړۍ له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل لپاره ګټوره ګڼي او یو شمېر بیا په دې باور دي چې دا ډول ناستې د بهرنۍ پانګونې د جلب، کاري زمینو برابرولو او د افغانستان د ګنګل شویو شمتنیو د آزادېدو لپاره ترسره کېږي.

د  نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « دا د افغانستان د راتلونکي لپاره یو هیله بښوونکی ګام بلل کېږي. دغه راز د بشري وضعیت ښه کولو، اقتصادي پرمختګ او سیاسي تفاهم لپاره مهم فرصتونه برابروي.»

له نشه یي توکو سره د مبارزې درېیمه او د خصوصي سکټور کمېټې دوېمه ناسته چې د قطر پلازمېنه دوحه کې پيل شوې دي، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، صنعت او سوداګرۍ، مالیې وزارتونو او د افغانستان بانک استازي د دوو ورځو لپاره د یو شمېر هېوادونو او د ملګرو ملتونو استازو سره په اړوند مساییلو او ګډې همکارۍ خبرې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist