Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت اووه کسیزه پلاوی قطر ته تللی

د اسلامي امارت اووه کسیزه پلاوی قطر ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/01

د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د افغانستان په اړه په قطر کې د دوحې د کاري بهیر ډلې له لوري دا ناسته د جون له ۳۰ مې نېټې پیل او د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

د سرپرست حکومت اووه کسیز پلاوی او د خصوصي سکټور استازی هم ګډون په کې کوي.

عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د اسلامي امارت دا پلاوی له نشه ‌یي توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکټور د دویمې ناستې لپاره له کابل تللی دی.

د سرچینې په خبره، په دې ناسته کې له نشه ‌یي توکو سره د مبارزې مشترک پلاوی او د ګډون کوونکو هېوادونو استازي به له نشه‌ یي توکو سره د مبارزې او پر کنټرول یې د ګډو هڅو ترڅنګ، د همکاریو پر پیاوړتیا هم خبرې وکړي.

عامې روغتیا وزارت په دې اړه ویلي: « د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت، کورنیو چارو وزرات، بهرنیو چارو وزارت او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اووه کسیز پلاوی له نشه ‌یي توکو سره د مبارزې په درېیم او د خصوصي سکټور د تخنیکي کمېټې په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه په یوه رسمي سفر قطر ته لاړل.»

په ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین د خصوصي سکټور یو پلاوی د دې خونې د لومړي مرستیال پر مشرۍ د بهرنۍ پانګونې د جلب، کاري فرصتونو، کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو او د نړیوالو له لوري د پاتې پروژو د چارو بېرته پیل په برخه کې د هڅو خبر ورکوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « هغه مرستې چې له افغانستان سره کېږي، باید په دایما ً فعالو اجتماعي پروژو کې ولګول شي، ترڅو خلکو ته د کار فرصتونه پيدا شي. دویمه خبره دا ده چې د جمهوریت له وخته نیمګړې پاتې پروژې، پر دغو پروژو د خلکو پیسې پاتې دي، نړیوال بانک، آسیا پراختیايي بانک، اسلامي بانک باید دا پیسې ورکړي او افغانستان ته انتقال شي.»

له دې سره په یوه وخت، د نړیوالو اړیکو یوشمېر شنونکي په دې تړاو بېلابېل نظرونه وړاندې کوي.

ځینې شنونکي د نشه ‌یي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي لپاره دا ډول کنفرانسونه اړین بولي، خو ځینې نور له نړۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ اړیکې ارزښتمنې بولي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « زه امېد لرم د افغانستان او نورو هېوادونو استازي وکولی شي د دوی تربحث لاندې مسایلو سره څنګ کې، له ایران او پاکستان د افغان کډوالو د جبري اخراج، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو ټینګولو او افغانستان ته د بشري مرستو جلبولو په موخه د نړیوال ټولنې د ملاتړ جلبولو په څېر مسایلو هم بحثونه وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په کورنیو او بهرنیو ناستو کې د خصوصي سکټور ګډون د پانګونې لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه دوی اصلي فرصتونه پېژني او په هغو برخو کې چې د پانګونې لپاره اساسي ضرورت دی، هغوی یې په ګوته کولی شي.»

د افغانستان په تړاو د دوحې کاري بهیر ډلې ناسته د ملګرو ملتونو پر مشرۍ او د ۲۵ هېوادونو استازو له لوري په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ملګرو ملتونو د کاري ډلو له لوري له نشه ‌یي توکو سره د خصوصي سکټور له لوري مبارزه حیاتي بللې او په دې بهیر کې یې د مرکزي آسیا هېوادونو پر حضور هم ټینګار کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist