Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: هڅه کوو افغان سوداګرو ته د وېزو او بهر کې د بازار موندنې اسانتیاوې برابرې کړو

متقي: هڅه کوو افغان سوداګرو ته د وېزو او بهر کې د بازار موندنې اسانتیاوې برابرې کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/01

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خصوصي سکټور له یو شمېر استازو او پانګوالو سره په لیدنه کې د سيمې او ګاونډ د ځينو هېوادونو د سوداګریزو وېزو په اخيستاو، د ټرانزيټي لارو پر خلاصون او افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې په اړه خبرې کړې.

مولوي امیرخان متقي له یو شمېر هېوادونو سره د ټرانزیټي لارو تړل کېدو لامل د هند او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړه بولي او په خبره یې، هڅه کېږي په دې برخه کې را منځته شوې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

متقي په دې اړه وايي: « سمه ده، ستاسو دواړو هېوادونو ترمنځ به سیاسي، نظامي او امنیتي مشکلات وي، خو لارې باید بندې نه شي. دا چې اوس د دوو لویو هېوادونو ترمنځ ټکر رامنځته شوی او دوی په خپلو کې لارې بندې کړې، خو موږ خپله هڅه کوو. موږ دا کار په لوړه کچه هم کړی او د سفارتونو له لارې هم هڅه کوو.»

نوموړي همدا راز پانګوالو ته د هېوادونو د سوداګریزو وېزو په اخيستلو او افغاني توکو ته د بازار موندنې په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو ژمنه کړې او په خبره یې، د تېر پرتله اوس‌ په دې برخه کې يو لړ اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې اړه وايي: « تاسو هم خبر یاست چې د تېرو دوه درېیو کالو په پرتله د وېزو په برخه کې ډېر سهولت راغلی. تېر کال لسګونه وېزې اجراء شوې او موږ ستاسو اتحادیو ته ویلي چې خپل کسان معرفي کړي، ترڅو وېزې یې اجراء شي. له دې وروسته به هم د وېزو په برخه کې په ځانګړې توګه د سوداګرو لپاره نور سهولت هم راشي. موږ په دې اړه پوه کوشش کوو.»

ځينې سوداګر که څه هم په کور دننه د اسانتیاوو رامنځته کېدو هرکلی کوي، خو د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کېدو په موخه د افغانستان د کنګل ‌شوې شتمنۍ د آزادېدو او بانکي محدودیتونو لرې کېدو غوښتونه کوي.

سوداګر عبدالنصیر رشتیا وايي: « په داخلي اړخ کې تر هغه ځای چې ممکنه وه، اسلامي امارت ورته رسېدنه وکړه او لاهم د دغو ننګونو د هواري هڅه کوي. کله چې دا ستونزې حل شي، د وېزو او ټرانزیټ په برخه کې شته خنډونه لرې شي، بې له شکه د افغانستان تجارت به د پام وړ وده وکړي. دا به افغانستان کې د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کېدو لامل هم شي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د اقتصاد ودې لپاره د خصوصي سکټور پر ملاتړ ټینګار کوي او وایي، دا د سرپرست حکومت مسوولیت دی چې پانګوالو ته د کار ښه شرایط برابر کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز         وايي: « د خصوصي سکټور لپاره د وېزو سهولتونه رامنځته کول یا هم په بهرنیو هېوادونو کې د دوی لپاره د تجارتي خونو جوړول او همدارنګه د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کول یا هم د هېواد په داخل کې د سب سایډیانو ورکول کوم امتیاز نه دی. دولت دنده لري چې دوی ته دا ډول سهولتونه او امکانات برابر کړي.»    

د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه خلک پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې ډېر کله يې نړیوال بازار ته د محصولاتو رسولو پر وړاندې د ټرانزیټي لارو تړل کېدل خنډ ګرځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist