د کورنیو چارو وزارت ويلي، پر بېلا بېلو نشو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ یې چټکه کړې ده.
د مالوماتو له مخې، کورنیو چارو وزارت هرې امنیتي حوزې ته خبرداری ورکړی، چې که د کومې حوزې اړوند سیمه کې روږدي کسان او یا د نشه یي توکو کارو بار ولیدل شو، د اړوندې حوزې مسوولین به پړ وي او جواب به وایي.
وزارت ویلي، هڅې روانې دي چې د روږدو کسانو د ژوند ښېګڼې ته مناسبې حل لارې پیدا کړي.