Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جمال: د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې شاوخوا ۳زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

جمال: د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې شاوخوا ۳زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/30

د اطلاعات او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین له اسوشيېټيډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، یوازې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې زرګونه بهرنیو سیلانیانو د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو لیدنه کړې.

قدرت‌الله جمال نورو سیلانیانو ته هم افغانستان ته د راتګ بلنه ورکړې او په خبره یې، ګرځندویانو ته یې په هره برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې.

جمال په دې اړه ویلي: « تېر کال نږدې ۹ زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي وو او د روان کال په لومړیو درېيو میاشتو کې نږدې ۳ زره نور راغلي. افغانستان کلونه جګړې او کړاوونه تېر کړي، خو اوس غواړو سیلانیان راشي. د افغانانو اصلي دودونه، ژوند، نوښت او زغم له نږدې وویني. د دوی لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي. اوس په افغانستان کې بشپړ امنیت دی.»

بله خوا، افغانستان ته راغلي یو شمېر بهرني سیلانیانو هم ویلي، دا هېواد اوږد تاریخ او لرغونې او تفریحي سیمې لري او د لیدنې لپاره یې مناسبې بولي.

سیل کوونکې کاټلین ګراهما وايي: « کله چې موږ افغانستان ته راغلو، که څه هم دا جګړه ځپلی هېواد دی او په اړه یې ناسم پوهاوی شتون لري، ډېر په زړه ‌پورې طبعیت لري. خلک یې ډېر دوستانه دي. د لیدلو وړ ډېرې سیمې لري. له بده مرغه دلته د تېرو پېښو له امله ډېر کسان نه ‌دي راغلي. د خلکو چلن ډېر په زړه ‌پورې و.»

یو شمېر نور بهرني سیلانیان بیا له دوی سره د خلکو او حکومتي مسوولینو له چلن خوښي ښیي او په خبره یې، دلته له هېڅ ډول امنیتي او نورو ستونزو سره نه ‌دي مخ شوي.

سیلانۍ الووییا وايي: « زه به حتما هغه کسان چې وېرېږي، وهڅوم څو افغانستان ته راشي؛ ځکه خلک یې ډېر دوستانه او مېلمه ‌پال دي. موږ د طالبانو له لوري هېڅ ستونزو سره نه یو مخ‌ شوي. د تلاشۍ ډېر ځایونه وو، یوازې یې زموږ اسناد کتل او اجازه یې راکوله.»

هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو له راتګ سربېره د اطلاعات او کلتور وزارت د معلوماتو پر بنسټ، یوازې د لوی اختر په شپو ورځو کې شاوخوا ۳۰۰زرو کورنیو سیلانیانو د بېلابېلو ولایتونو له تفریحي او تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist