Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
توماس وېسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې

وېسټ: طالبانو کانګرس ته لیک کې ځنې حقایق ناسم انځور کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/20

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ پرخپله ټویټر پاڼه د اسلامي امارات له لوري کانګرس ته پر پرانیستي لیک تبصره کړې ده.وېسټ د بې وزلۍ په اړه په دغه لیک کې راغلي ځينې موارد ناسم بللي او ویلي دي،چې تر اګسټ میاشتې وړاندې هم په افغانستان کې اقتصادي وضعیت د اندیښنې وړ وو.

 

وېسټ زیاته کړې:« کانګرس ته د طالبانو په لیک کې د بشري او اقتصادي ناورین په اړه حقایق په ناسمه توګه وړاندې شوې دي. له بده مرغه افغانستان تر اګسټ میاشتې وړاندې له بد بشري ناورین سره مخ وو او دا بشري ناورین، د جګړې، څو کلنې وچکالۍ او د کورونا وبا  له امله رامنځ ته شوی وو.»

وېسټ وايي، د اسلامي امارت رسمیت پیژندنې غوښتنه ځکه نه منل کېږي،چې  د دوی یو لړ شرایط لا تر اوسه نه دي پلي شوي،چې پر بنسټ یې سیاسي اړیکې دوام پیدا کړي.

وېسټ زیاتوي:«موږ طالبانو ته کالونه وړاندې ویلي وو، که هغوی د مذاکراتو پر ځای د زور له لارې حکومت ترلاسه کړ،نو بندیزونه به پرې ولګول شي او همدغسې وشول، د طالبانو د رسمیت پیژندنې موضوع هغه مهال شونې ده،چې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې او ښځو او لږکیو ته د کار او زده کړې د مساوي حقونو د ورکړې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.»

بل لور ته اسلامي امارات دا مني،چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه نه وو،خو په تېرو درې میاشتو کې د امریکا بندیزونو دا وضعیت لا نور هم خراب کړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی  وايي:«هو! دا منو،چې د افغانستان اقتصادي ستونزه له څو کلونو راهیسې دوام لري،خو له تېرو درې میاشتو بندیزونو او تحریمونو د دې وضعیت په بدتر کېدو کې مهم رول لري.»

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، د ډیپلوماټیکو اصولو له مخې، کله چې د دوه لورو ترمنځ پر شرایطو ولاړې هوکړې کېږي،نو دواړه لوري اړ دي،چې شرایط بشپړ کړي او بیا هوکړه ترسره شي.

شنونکی عزیز معارج وايي:« د دوو هېوادونو ترمنځ چې خبرې وشي او شرایط هم کېښودل شي، د بیلګې په توګه د افغانستان د امریکا د رسمي پیژندلو په تړاو چې هلته شرایط ایښودل شوي دي، که یوه خوا خپل شرایط پلي نه کړي او له بل پلو سلسل مراتب هم مراعت نه کړي،چې دا لیک یې باید بهرنیو چارو وزارت ته استولی وای، نو خامخا په دې کې ډيپلوماټيک اختلاف رامنځ ته کېږي.»

وېسټ په دغه ټویټ کې بیا افغان ولس ته د مرستو رسولو ژمنتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي، دغه مرستې به په مستقیم ډول افغان ولس ته رسیږي او په راتلونکي کې به هم دوام پیدا کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول
افغانستان

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې
افغانستان

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی
افغانستان

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist