دیني عالمانو د سولې له پروسې ملاتړ وکړ او روانه جګړه یې پردۍ وبلله.
دیني عالمان وايي٬ په هیواد کې روانه جګړه د پردیو په لاس ده٬ په عامو ځایونو او علماوو باندې بریدونه حرام دي.
پر حکومت د ديني عالمانو غږ دا وو چې د سولې خبرو کې دې دوی ته منځګړیتوب حق ورکړل شي.
دیني عالمان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او پر عامو ځایونو او ديني عالمانو بریدونه غندي.
کابل کې راټول شوي دا دیني عالمان وايي، دلته هر څه له پامه غورځیدلي، هیڅ څوک خوندي نه دی او ان پر دیني مقدساتو هم بریدونه کیږي.
دوی زیاتوي په تیرو اولس کلونو کې شاوخوا زر تنه دیني علما په افغانستان کې وژل شوي دي.
علما وایي٬ په هیواد کې قومي او سمتي سوله نه غواړي٬ پر حکومت او طالبانو د دیني عالمانو غږ دا وو چې د اسلامي لارښوونو پر بنسټ دې سوله وکړي.
دوی د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو لپاره چمتووالی هم وښود.
پر ارګ د علماوو نیوکه دا وه چې اته میاشتې وړاندې یې دوی ته د بې پلوه دیني عالمانو نوملړ سپارلی خو د میاشتو په تیریدو بیا هم ولسمشر دوی ته د ملاقات وخت نه دی ورکړی.