Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي لرې پرتو سیمو کې د محلي ټولګیو جوړېدو غوښتنه کوي

د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي لرې پرتو سیمو کې د محلي ټولګیو جوړېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/28

د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ قومي مشرانو د یوې غونډې پرمهال د دې ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو کې د پوهنې پر وړاندې شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او وویل، په دې برخه کې کار نه دی شوی.

دوی وايي، د دې  ولسوالۍ څلور سیمې سیلیمان خېل، ګیره خېل، پچیر او فننګزي هغه سیمې دي چې اوس مهال ماشومان په کې زده کړو ته ډېر محدود لاسرسی لري.

د پچیراګام ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی امنت با الله وايي: « د پچیراګام ولسوالۍ سلیمانخېل، ګیره خېل، پچیر، فننګزي دا تنګي چې، کوم دي دلته د تعلیم برخه کې ډېر کم کار شوی.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی شاه محمود وايي: « دلته ډېرجنګونه وو، نو د تعلیم داسې ډېره خاصه توجه ورته نه وه. د اوس لپاره چې له ډیورڼډ فرضي کرښې سره موږ درې سرحده لرو، نو دلته د ټولګیو او معارف په برخه کې ډېر اشد ضرورت دی. هغه که صنفونه وي که تعمیر وي، اوس موږ ورسره ډېر مشکل کې مخ یو او زده کوونکي مو تر شنه آسمان لاندې ناست دي.»

د پچیراګام اوسېدونکي دغه راز وايي، اوس مهال یې سیمه کې له دولتي ښوونځیو سربېره د بېلابېلو تعلیمي موسسو له خوا پیل شويو محلي ټولګیو د دوی د ماشومانو په روزنه کې ښه نتیجه ورکړې او باید یادو سیمو کې هم دغه شان ټولګي جوړ شي.

د پچیراګام اوسېدونکی خلیل انځور وايي: « غوښتنه مو داده چې دا پروګرامونه نور هم وغځول شي. هغه ولسوالۍ چې دولتي مکتبونو نه لرې دي، دلته باید کلیوالي ښوونځي او محلي ټولګي جوړ شي، ترڅو زموږ راتلونکی نسل په عصري علومو سمبال شي.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی شاه محمود وايي: « غوښتنه مو داد ه چې موږ ځینې ساحې لرو چې هغه لرې دي او تقریبا  د ولسوالۍ له مرکز نه له ۳۰ تر ۳۵ کیلو مټرو واټن لري. د دوی لپاره که دغه نوي صنفونه ایجاد شي، نو نتیجه به یې ډېره ښه وي.»

په همدې حال کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمریت مسوولین هم د خلکو ستونزې مني، خو د حل برخه کې یې له لوړ پوړو مقاماتو سره د موضوع د شریکولو او د هغوی له ادرسه د ستونزې د حل ډاډ ورکوي.

د مسوولینو په خبره، اوس مهال په پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو تعلیمي موسسو پر مټ ۵۱ محلي ټولګیو کې زرګونه زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.

د پچیر اګام ولسوالۍ د پوهنې آمر محمود زاهد وايي: « په پچیراګام کې ۵۱ محلي ټولګي لرو چې ۲۱ یې د ودان او ۳۰ یې د ارو موسسې له خوا مخ ته وړل کیږي. دې ټولګیو په پچیراګام کې ډېره مثبته نتیجه ورکړې؛ ځکه پچیراګام یوه غرنۍ علاقه ده او شاګردان مکاتبو ته رسېدنه نه شي کولی او ترې لرې وي.»

پچیراګام د ننګرهار له هغو ولسوالیو ده چې په تېر کې به ترې د جګړې راپورونه ډېر ورکول کېدل او د اوسېدونکو په خبره یې، د همدغو جګړو له امله له پرمختګه لرې پاتې وه.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی اوس  ټینګار کوي چې د امن په راتګ سره باید سرپرست حکومت ورته پاملرنه زیاته کړي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist