Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایرانه را شړل شوي کډوال د خپلو پاتې شتمنیو په اړه اندېښنه لري

له ایرانه را شړل شوي کډوال د خپلو پاتې شتمنیو په اړه اندېښنه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/28

سیما څه باندې لس کاله کېږي چې د خپلو شپږو اولادونو سره ایران ته کډواله شوې وه. هغې او اولادونو یې سخت کار کړی او هلته یې ځانته کور په ګرو نیولی و.

خو د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې له امله سیما له خپلو اولادونو سره یو ځای د ایران حکومت له خوا په زور را ایستل شوې او د کور ګروۍ لپاره ۱۶۰ میلیونه ورکړي تومانونه ترې پاتې دي.

 سیما په ناهیلۍ او تشو لاسونو هېواد ته راستنه شوې ده.

سيما په دې اړه وايي: « د ایران وضعیت کله چې هلته وو، کار مو کاوه او ماښام مو خوړل. کوم څه مو پس انداز نه درلود. څه اندازه مو پس انداز کړې، هغه د کور ګروي کې پاته شوې. کله چې یې موږ را و ایستلو، پیسې د کور څښتن پر لاس کې پاته شوې، فکر نه کوم بیا یې راکړي.»

نور راستانه شوي کډوال هم ایران کې د ژوند کولو ترخې خاطرې لري.

 د شتمنیو پاتې کېدو څخه نیولې د نانوایي ترصف پوري له ستونزو سرټکوي.

 دوی وایي، په دې وروستیو کې د ایراني ځواکونو له خوا د ورسره کېدونکو ظلمونو سربېره، ان د ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره د نانوایي په صف کې هم نه پرېښودل کېدل او د کډوالو په نوم به ځورول کېدل.

په جبر راستونی شوی احمد فهیم وايي: « دومره ظلم او ستم روان و چې په خدای که یې حد وي. له کوره نه شو وتلی، نانوایي ته چې به کله ډوډۍ پسې تلو، زموږ مېرمنې او موږ خپله یې اذیتولو چې تاسي کډوال ولې ډوډۍ اخلئ. پر دوو ډوډیو به یې داسي خبرې راته کولې چې هېڅ د ویلو نه دي.»

له ایران په جبر ايستل شوې افغان کډواله ثريا وايي: « موږ ته به یې افغاني کثافت ویل او د نانوایي په صف کې به یې نه پرېښودو. ښوونځیو دفترونو کې یې زموږ اولادونه اذیتول نه یې پرېښودل. زموږ اولادونه بېسواده پاتې شول. شکر دلته اسلامي هېواد دی، زموږ خپل هېوادوال دي. په همدې خاطر راغلي یو چې دوی زموږ ستونزې حل کړي.»

بله خوا، د هرات ځايي چارواکي هم د ایراني لوري له خوا افغان کډوال سره ناوړه چلن مني او وایي، په ورځني ډول څه باندې ۳۰ زره افغانان هېواد ته راشړل کېږي.

 د دوی په خبره، په وار وار له ایراني چارواکو سره د افغان کډوالو د ځورولو په اړه خبرې شوې، خو د هغوی له ژمنو سره سره، بیا هم عملي اقدام نه دی شوی.

د هرات ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس آدم خان سعد وايي: « موږ په وار وار له هغوی سره خبرې کړې، دا چې دوی د مهاجرینو سره داسي چلن کوي، هغه د دوی ګاونډیتوب دنده ده، خو لېکن موږ ډېر ځلونه دوی سره خبرې کړې. دوی موږ ته وعده راکړې، خو متأسفانه چې بیا عمل نه پرې کوي.»

د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې له زور اخیستلو سره له دې هېواده د کډوالو درنه څپه پر افغانستان راماته شوې.

 په دغو راستنېدونکو کې داسې کورنۍ هم شته چې وايي، له ۲۰ تر ۳۰ کالو یې په ایران کې ژوند کړی. دوی وايي، د ټول عمر شتمني یې ایران کې ترې پاتې ده او په تش لاس افغانستان ته را ایستل شوي دي.

له ایران راستانه شوي کډوال له اسلامي امارت د سرپناه او کاري فرصتونو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist