Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګرو ملتونو ته د امریکا دوو جمهوري غوښتونکو لیک: اسلامي امارت باید پر رسمیت ونه پېژندل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/20

د امریکا کانګرس دوو جمهوري غوښتونکو غړو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترس ته د یوه لیک په استولو سره د یاد سازمان له خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه جدي اندېښنه ښودلې او دا ډول اقدام یې له هغو ارزښتونو سره په ټکر کې بللی دی.

سناتور لنډیسي ګراهام او د استازومجلس غړي مایکل والټز، چې دواړه جمهوري غوښتونکي دي، په دې لیک کې ټینګار کړی دی، چې په هره بیه کېږي، د اسلامي  امارت پر رسمیت پيژندلو ډډه وشي او د هغوی په وینا ، د ملګرو ملتونو چوکۍ باید داسې یوه رژیم ته ورنه کړل شي، چې غړي یې د ترهګرو په توګه ثبت دي.

 د لیک یوه برخه:« افغان طالبانو د مېرمنو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي، د امریکا او ناټو پخواني همکاران یې تعقیب کړي او وژلي، د بیان ازادي‌ او مطبوعات یې ځپلي او د القاعده او حقاني شبکې په شان بهرنیو ترهګرو سازمانونو سره یې خپلې اړېکې ټینګ کړي دي.»

بل خوا  د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي په دې باور دي، که امریکا هڅه کوي، چي د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندل وځنډوي، دا یوازې له افغان ملت سره جفا او دښمني ده.

د ولسي جرګې پخوانی غړی شاه محمد شهاب وايي:« اسلامي امارت راغلی دی، کومې ژمنې  یې چې له دوی ( امریکا) سره کړي، د هغې پر اساس راغلي. امریکا پر خپلو ژمنو ونه درېدله. موخه یې دا وه، چې په افغانستان کې یو تل پاتی ناورین روان وي او په ځانګړي ډول بشري ناورین، د فقر ناورین، افغانان له اقتصادي ستونزو سره دوی مخ کړي. له همدې امله دوی له موږ سره  خپله دوښمني دایمي ساتلې ده.» 

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، د امریکا جمهوري غوښتونکو، چي کوم نظر ورکړی دی، دا یوازي افراد او اشخاص دي او د امریکا په عمومي پالیسۍ کومه اغېزه نه لري.

کریمي زیاتوي:« د اشخاصو او افرادو اندونه دي، چې د امریکا متحده ایالتو پر عمومي پالیسي منفي اغېز نه لري. په تېرو ۲۰ کالونو کې هم داسې اشخاصو یا جنګ طلبو جنرالانو او ځنې افرادو هڅې وي، چې پایله یې  دا شوه، چې د امریکا ښکېلتیا په افغانستان کې دومره اوږده شي، چې نږدې ۲۰ کالونو ته ورسېده.» 

د طالبانو د سرپرستې کابینې د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په ګډون د طالبانو د رهبري یو شمیر غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دي.

د افغانستان د مخکیني حکومت له پاشل کېدو او پر افغانستان د اسلامي امارت  له واکمن کېدو وروسته ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی او دې مسلې ته یې د نړیوالې ټولنې د جدي‌ پاملرنې غوښتنه کړې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist