Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوناما: د راستنېدونکو کډوالو سترې څپې د افغانستان پر مالي سرچینو فشار ډېر کړی

یوناما: د راستنېدونکو کډوالو سترې څپې د افغانستان پر مالي سرچینو فشار ډېر کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/28

په داسې حال کې چې افغانستان ته له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ سره دوام لري، کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) یو ځل بیا د کډوالو د بېرته ستنېدنې او دوی ته د کافي امکاناتو د نه شتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

یوناما په خپل تازه راپور کي ویلي، روان کال له یو میلیون زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

راپور کې ویل شوې، د راستنېدونکو کډوالو پراخې څپې افغانستان کې بشري ناورین چې له وړاندې د نړیوالو مرستو د کمښت او وچکالۍ له امله په لوړ حد کې و، لا پیچلی کړی دی.

د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۵ کال کې له یو میلیون زیات افغانان هېواد ته راستانه شوي. په داسې حال کې چې افغانستان له اقلیمي بدلونونو او بېوزلۍ سره مخ دی، ډېری راستنېدونکي نه سرپناه او نه هم کوم بل ملاتړ لري. که د نړیوالې ټولنې بېړنی مالي ملاتړ برابر نه شي، زموږ د دوامدار ادغام هڅې به ناکامې شي. همکار بنسټونه چمتو دي، خو نړيوال ملاتړ ته اړتیا ده ترڅو د راستنېدونکو خوندیتوب، امنیت او اوږدمهاله وضعیت تامین شي.»

افغانستان ته راستانه شوي کډوال که څه هم خوښ دي، خو غوښتنه کوي چي سرپرست حکومت او افغان سوداګر دې ورته د زده کړو ترڅنګ کاري فرصتونه هم برابر کړي.

دوی وايي، په پاکستان کې ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ و، پولیسو ورسره ناوړه چلن کاوه او په یو او بل نوم يي ورڅخه پیسي اخیستې.

یو تن راستون شوی کډوال په دې اړه وايي: « زه خپله ځای نه لرم، د کور او کور جوړولو وس نه لرم. زه هیله لرم په دې اړه زما لاسنیوی وشي او بیا له حکومت هیله لرم چې بچیو ته مې د تعلیم زمینه برابره کړي.»

یو بل راستون شوی کډوال وايي: « موږ په پنډۍ کې اوسېدلو او هر وخت به چې پولیسو ونیولو، لس تر شل زرو کلدارو به یې رانه غوښتې. نور له دې حالت تنګ شو او خپل هېواد ته د تلو نیت مو وکړ.»

یو بل راستون شوی کډوال وايي: «موږ له لاهور راغلي یو او دلته په کمپ کې پراته یو. له موږ سره باید کومک وشي. د پاکستان پولیسو ډېر تنګولو، په کورونو یې چاپې وهلې او همدا یې ویل چې خپل هېواد ته لاړ شئ.»

په ورته مهال، د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه مرکه کې ویلي، اسلامي امارت د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره په کراتو د کډوالو ستونزې شریکې کړې دي او هغوی ورسره د ستونزو د حل ژمنه کړې.

د مجاهد په خبره، سرپرست حکومت راستنو شویو کډوالو ته بشپړ چمتوالی لري او تر ډېره يې ورته اسانتیاوې برابرې کړې دي.

مجاهد زیاتوي: « بل اړخ افغانستان دی چې موږ باید دلته خدمات وړاندې کړو. د افغانستان د مهاجرینو وزارت او ورسره نورې اړوندې خدماتي ادارې او په ځانګړې توګه د مهاجرینو راستنېدو کمیسیون ټول په خدمت باندې بوخت دي. همدا اوس چې په هرات کې د کډوالو لوی حجم راستنېږي، زموږ ټول خدمات موجود دي او پرسونل په کار لګیا دی.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دا اندېښنې داسې مهال څرګندوي چې د کډوالو چارو وزارت د مالوماتو پر بنسټ، له ایران او پاکستان په وروستیو دوو کالو کي شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist