Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هرات ته بېځایه شوی جان محمد: د لوږې او فقر له امله مې  خپله ماشومه وپلورله 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/20

د هرات ولایت  د شهرک سبز کډوالو په دغه پنډ عالي کې زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ اوسېږي،چې سخت حالت سره مخ دي.

دلته ځیني کورنۍ د لوږې او فقر له امله اړ شوې  دي،چې خپل اولادونه او یاهم د بدن غړي وپلوري.

جان محمد چې د بادغیس د مقر ولسوالۍ راکډه شوی، وایې، د اقتصادي ستونزو له امله يې یوه ماشومه  په کوچني عمر کې پر نکاح ورکړې ده .

جان محمد زیاته کړه:« هو! دا پېښه شوې. خپله کوچنۍ ماشومه مې پلورلې. دلته نورو خلکو هم ماشومان پلورلي دي. د لوږې له امله ځنو نارینه او ځنو  نجونې پلورلي دي.» 

هغه وايې، ورېره يې په یولک افغانیو ورکړې ده، چې تر اوسه يې اویا زره افغانۍ ولور ورڅخه خوړلی دی. 

په کوچني عمر کې د ماشومانو ورکړه او پلور د قانون له اړخه منعه دی،خو فقر او لوږه هغه څه بلل کېږي،چې وروستیو کې په کوچني عمر کې د ماشومانو ورکړه او پلورته يې زمینه برابره کړې .

شرین ګله د ماشومي مور وايي:« ما یوه اوونۍ ډوډۍ نه ده خوړلې، زړه مې نه غوښتل،چې ماشومه مې وپلورل شي. اړ وو، بله چاره مو نه لرله. دلته ډېرو نورو کسانو هم ماشومان پلورلي دي. موږ خپله ماشومه د ډېرې سختې لوږې او بې وزلۍ له امله پلورلې. » 

یوازې جان محمد نه دی،بلکي دلته د ماشومانو او بدن غړو د پلور څو نورې پېښې هم شوې دي .

ځايي چارواکي هم مني،چې بي ځایه شوې کورنۍ له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي، خو وايې،هڅه کوي،چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي .

افغانستان کې د نوې حکومت په راتلو سره د توکو بيې لوړې شوي، کاروبار رالویدلی او خلک له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي 

ملګرو ملتونو اندیښنه ښودلې ده،که چیري له دغه هېواد سره بېړنۍ مرستې ونه شي،نو ښايي روان انساني ناورین نور هم پراخ شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول
افغانستان

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی
افغانستان

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې
افغانستان

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی
افغانستان

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
اتریش د افغان کډوالو په اړه د جرمني له پرېکړې هرکلی وکړ
افغانستان

جرمني یوځل بیا له خپلې خاورې د مجرمو افغان وګړو پر شړلو ټینګار کړی

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

کندهار کې د نیم میلیون ډالرو په لګښت د یوه ستر چکډیم جوړولو کارونه پيل شول

جولای 23, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026
کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

کابل ښاروالي: کابل ښار کې د درېیو نورو هوايي پلونو ډیزاین روان دی

جولای 23, 2026
د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

د بلوچستان اتیا سلنه خاوره د پاکستان له واکه وتلې

جولای 23, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

د بښنې نړیوال سازمان د جنګي جنایت په توګه پر امېد روغتون د پاکستان برید څېړلو غوښتنه کړې

جولای 23, 2026
چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

چارواکي: سېلابونو نورستان کې شاواخو۴۰ میلیون ډالره زیان اړولی

جولای 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist