Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جرمني او نیدرلنډ: د افغانستان خلک یوازې نه پرېږدو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/20

د افغانستان لپاره د جرمني او نیدرلنډ ځانګړی استازی او افغانستان لپاره د جرمني نومول شوی سفیر پرون کابل ته راغلي او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې په لېدنه کې ژمنه کړې ده، چې د افغانستان خلکو سره به بشري مرستو ته دوام ورکوي.

دوی که څه هم طالبانو سره له مستقیمو مرستو انکار کړی، خو ویلي یې دي، د چې د افغانستان بشري ناورین مخنیوي په موخه اړینه ده، چې له طالبانو سره تعامل وشي او ژمنه یې کړې، چې د افغان ښوونکو او ډکټراتو معاشونه به ورکوي.

اسلامي امارت بیا له دې مرستو هرکلی کړی او ژمنه یې کړی ده، چې د یادو مرستو په شفاف ډول رسولو کې به مرستې نه سپموي.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي:« اسلامي امارت د جرمني او نیدرلنډ له مرستو مننه کوي او ژمنه کوي، چې یادې مرستې به په شفاف ډول رسول کېږي. امیرخان متقي وړاندیز کړی دی، چې له ښوونکو او ډاکټرانو سره دې ژمنې شوې پیسې په مستقیم ډول د هغوی بانکې حسابونو ته لاړې شي، ترڅو د وخت او لګښت له ضایع کېدو مخه ونیول شي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي که څه هم د نړیوالو دا ډول مرستې اړینې او له جنګ ځپلو هېوادونو سره د پرمختللو هغو مسوولیت یاد وي، خو ټیګار کوي، چې دا لیدنې د اسلامي امارت د  رسميت پېژندنې پر مانا نه دی.

شنونکی توریالی ځاځی وايي:« له طالبانو سره د جرمني او نیدرلنډ استازو لیدنې په دې مانا نه دي، چې دوی پر رسمیت پېژني، بلکې دا د پرمختللو هېوادونو د هغو بشري مرستو لپاره سفرونه دي، چې یاد هېوادونه یې له جنګ ځپلو هېوادونه سره کوي.»

اخوا ځنې نور بیا په دې باور دي، چې دا ډول سفرونه له اسلامي امارت سره د دوی په رسمیت پېژندلو کې مرسته کوي، خو  وايي،  اسلامي امارت دې هم له خپلو افراطي کړنو تېر شي.

دوی وايي، اسلامي امارت ته په کار ده، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه له نړی سره تعامل وکړي او په خپلو کړنو کې انعطاف وښیي.

شنونکی احمد خان اندړ وايي:« نړۍ د یوه کلي په توګه اړه ده، چې له یو بل سره کار وکړي. افغانستان هم د دې نړی یو کور او نور هېوادونه اړ دي، چې د اړتیا په صورت کې مرسته ورسره وکړي. د جرمني او نیدرلنډ سفرونه افغانستان ته ګټور دي او طالبانو سره د رسمیت پېژندلو برخه کې مرسته کولی شي، خو طالبان هم باید له افراطي کړنو لاس پر سر شي. طالبان اړ دي، چې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه له نړی سره تعامل وکړي.»

نړۍ که څه هم تر دې دمه اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی،خو نړیواله ټولنه ټینګار کوي، چې دلته له بشري ناورین او فاجعې  د مخنیوي په موخه اړینه ده، چې له اسلامي امارت سره تعامل وشي، هغه څه چې د افغانستان حکومت هم پرې ټینګار کوي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د یونیسف ادارې هم ویلي و، چې چمتو دي د اسلامي امارت له وساطت پرته افغان ښوونکو ته د دوی معاشونه ورکړي. 

نړیوال داسې مهال افغان ښوونکو ته د معاشونو د برابرولو خبره کوي، چې له  تطرې یوې اوونۍ راهېسې کندهار کې ښوونکو کاري اعتصاب پیل کړی دی او د زرګونو زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist