لاریون کوونکي له حکومت غواړي، چې بزګرو ته هغه سیند بېرته را سم کړي، چې له کلونو راهیسې وچ شوی دی.
د اصفهان په یو شمېر سیمو، چې کروندې په کې دي د »زاینده رود» په نوم سیند تیر شوی، چې کابو یوه لسیزه کېږي اوبه پرې نه دي راغلي.
اصفهان کې بزګرو په دغه لاریون کې له حکومت وغوښتل، چې دغه سیند بېرته له اوبو ډک کړي.
اخو حکومت وايي، پلان لري په سیمه کې نور سیندونه دې سیند ته راوګرځوي او دا ځمکې بېرته د بزګرو لپاره چمتو شي.
حکومتي چارواکي وايي، دا پلان یې وخت نیسي او سلا مشورې پرې روانې دي.
لاریون کوونکي بیا اندېښنه څرګندوي، چې که وچکالي په همدې حال وه نو د بزګرو ګڼ شمېر کورنۍ به له منځه ولاړې شي.