Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوتنبایووا: له بشري حقونو سرغړونې نړیوالې ټولنې سره د افغانستان یوځای کېدو مخه نیولې

اوتنبایووا: له بشري حقونو سرغړونې نړیوالې ټولنې سره د افغانستان یوځای کېدو مخه نیولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/25

د روانې اوونۍ د دوشنبې په شپه د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړیو د تېر په څېر يو وار بيا د افغانستان وضعيت هر اړخيزې اروزونې پر سر بحثونه وکړل.

کابل کې د ياد سازمان د سياسي استازولۍ (یوناما) مشرې دې ناستې ته د راپور وړاندې کولو پرمهال په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې او نقض د دوام ادعا وکړه او وې ویل، د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدویتونو دوام له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان بیا یوځای کېدو مخه نيولې.

روزا اوتنبایووا زیاته کړې، نړیواله ټولنه لاهم په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه له بنسټیزو حقونو د مېرمنو بې برخې کولو په اړه اندېښمنه ده.

اوتنبایووا دغه راز وايي: « موږ د روان وضعيت د عادي کولو په هڅه کې نه يوو، بلکې غواړو ډاډ تر لاسه کړو چې د افغانستان له لوري نړيوالو ژمنو ته درناوی مو د تعامل په اساسي محور کې پاتې شي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې رییسه سیما باهوس وايي: « د اسراییلو او ایران ترمنځ روان کړکېچ نړیوال ثبات له منځه وړی او مخ په زیاتیدونکې سیمه‌يیزه او نړیواله ناامني به یوازې هغه ستونزې ژورې کړي چې افغانې مېرمنې او نجونې ورسره مخ دي. فقر، بې ‌ځایه کېدل، تاوتریخوالی او محرومیت به نور هم زیات کړي. موږ باید له طالبانو سره په خپلو ټولو اړیکو کې داسې اقدامات وکړو چې په غیر ارادي ډول د طالبانو توپیري چلن او د دوی له پالیسیو، معیارونو او ارزښتونو ملاتړ ونه شي او عادي یې نه کړي.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له افغانانو سره د یوناما پراخو اړیکو ته په اشارې ویلي، ډېری افغانان په دې باوري دي چې د نړیوالې ټولنې په نه شتون کې به د هېواد وضعیت لا ترینګلی شي.

اوتنبایووا په دې اړه وايي: « د افغانستان واکمنو چارواکو نسبي ثبات او امنیت برابر کړی. معتدلې اقتصادي ودې او بهرنۍ پانګونې جلب ته یې وده ورکړې. غیر فعالې زیربنايي پروژې یې بېرته پیل او په بهر کې یې خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې ژورې کړې دي، په ځانګړې توګه په سیمه کې. خو دوی د افغانانو په اړه خورا محدودې او تبعیضي پالیسۍ هم پلي کوي چې د اندېښنې وړ دي.»

بلو پلو، په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې جویس ماسویا افغانان له دوامدارو او شدیدو بشردوستانه اړتیاوو سره مخ ګڼلي او زیاته کړې يې ده چې لسېزو جګړو، بنسټيز فقر، اقلیمي بدلونونو، د نجونو او مېرمنو پر وړاندې محدویتونو او د بودیجې کمښت د دوی وضعیت لا ترینګلی کړی.

هغې زیاته کړې:« هرو پنځو افغانانو کې یو یې له لوږې سره مخ دی او درې کسان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي او شاوخوا ۳.۷ میلیونه تنه ماشومان ښوونځي ته له تلو محروم دي. د دغو ماشومانو له ډلې ۲.۲ میلیونه یې له ۱۱کلنو لوړ عمر لرونکې نجونې دي چې د طالبانو د محدودیتونو له کبله ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او دغه راز ویلی شم چې  ښايي کابل په اوسني وخت کې پر نړیواله کچه پر یوه داسې پلازمېنې بدل شي چې د اوبو له شدید کمښت سره به مخامخ وي.»

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې بيا له وضاحت پرته ټينګار کړی چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې بدلون د افغانستان له داخل پیل شي.

دوروتي شي ادعا کړې چې د افغانستان بشري وضعیت لاهم کړکېچن دی او خلک یې له بېووزلۍ او بېکارۍ سره مخ دي، خدماتو ته محدود لاسرسی لري او له طبیعي پېښو رنځ وړي.

هغه په دې ویلي: « که څه هم د امریکا تمرکز په افغانستان کې محدود شوی، خو د خپلو وګړو په ځانګړي ډول د بندي امریکایانو آزادۍ او خوندیتوب، د واشنګټن له اساسي لومړیتوبونو دي. باید ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان نور ترهګرو ته پناه نه ورکوي او د بې ‌ثباتۍ پر ځای د سیمې ثبات ته کار کوي.»

بله خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راټواټ په بروکسېل کې د اروپايي ټولنې د لوړ پوړو چارواکو په غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

راټواټ ویلي: « له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمېدل د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز کړی او د روغتیايي مرکزونو د بندېدو له امله خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي. اوس د ملګرو ملتونو ادارې مجبورې دي چې یوازې تر ټولو ډېرو زیانمنو خلکو ته مرستې ورسوي.»

سرپرست حکومت تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د شویو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي، خو موده وړاندې يې د بشري حقونو نقض په اړه ورته ادعاوې رد کړې او ډاډ يې ورکړ چې د بل هر وخت پرتله په افغانستان کې بشري حقونه تامين دي.

 سرپرست حکومت د بشري حقونو موضوع کورنۍ مساله ګڼي او ټينګار کوي چې  هېوادونه دې يې په کورنيو مسايلو کې مداخله نه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist