Skip to content
ماليزيا کې افغان سفیر محب الرحمن سپین غر د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي احمد اعظم سره کتلي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې احمد اعظم ترکیې او قطر ته د خپل سفر پایلې شریکې کړې او د ژمي له رارسېدو مخکې یې افغانانو ته د درملو، طبي وسايلو، خوراکي او نورو اړتيا وړ توکو په ګډون د بشري مرستو استولو ژمنه وکړه.
نوموړي ویلي، د مالیزیا د سولې نړېوال بنسټ په پام کې لري، چې ډېر ژر په کابل کې یو لوی مرستندوی مرکز پرانېزي.
ټاکل شوې، د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار به له سیمه ییزو سفرونو وروسته ډېر ژر کابل ته هم سفر وکړي.