Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلال اباد ښار کې دوه نورې ناحیې اضافه شوې

جلال اباد ښار کې دوه نورې ناحیې اضافه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/24

د ننګرهار ولایت ښاروالۍ مسولین وايي ښار کې د شته ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ د کمښت په موخه یې  د ښار په تشکیل کې دوه نورې ناحیې ورزیاتې کړې.

دوی زیاتوي،  پخوا جلال اباد ښار کې ۹ ناحیې وې خو اوس په کې لسمه او یولسمه ناحیه هم ورزیاته شوه.

د جلال اباد ښاروالۍ ویاند حامد محمودي وايي:« تر دې مخکې جلال اباد ښار ۹ ناحیې درلودلې او تر دې وروسته به ۱۱ ناحیې وي، دغو ناحیو کې ۱۰ مه ناحیه د شیخ مصري په سیمه کې قرار لري او ورسره به څنګ کې ۱۱ مه ناحیې لپاره  ۹ مې ناحیې ځینې حدودات ورته جدا کیږي او ۱۱ مه ناحیه او دا د ۱۱ مې ناحیې حدوداتو کې ټاکل شوې.»

جلال اباد ښاریان په ښار کې اوسنۍ ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ ته په کتو د مسوولینو د دغه اقدام هرکلی کوي او د یادو ناحیو د چارو د ژر پيل غوښتنه کوي.

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی حیدري وايي:« ناحیه د ښار په ښکلا او تاسس کې ډېر رول لري او موږ د دغو ناحیو د تاسیس په تړاو ځینې غوښتنې لرو او هغه دا چې د دغې لپاره یو منظم تشکل جوړ شي. موږ تر اوسه پورې ۹ ناحیې لرو چې اکثره ناحیو کې د تشکیل کمښت شته په ځانګړي ډول د تنظیفاتو برخه کې، نو دې برخه کې کمښت شته او نویو تاسیس شویو ناحیو کې یو اساسي تشکیل جوړ کړي.»

د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی پرویز وايي:« فوکس په ښار کې ده او ښار ډېر وړوکی دی، ښار د یو میلیون خلکو لپاره جوړ شوی ان د ظاهر شاه په وخت کې، اوس یوازې په دویمه ناحیه کې یو میلیون خلک تګ راتګ کوي نو ګڼه ګوڼه زیاته ده که بازار پراخه شي نو موږ لپاره ښه دی.»

په همدې حال کې د ښاروالۍ مسوولین د ښاري نظم ډاډ ورکوي او زیاتوي چې د ښاري نظم ساتنې لپاره يې د څارنې ټیمونه ګومارلي.

د جلال اباد ښاروالۍ ویاند حامد محمودي وايي:« ځینې پلې لارې چې پخوا خلکو بندې کړې وې هغه اوس خلاصې شوي او څنګ کې د زرګرانو کوڅه چې دلته ۷۵۰ غرفې ایښودل شوې وې د ریاست الوزرا د حکم پر اساس دغه غرفې پورته شوي دي. په راتلونکي کې د جلال اباد ښاروالۍ پلان لري هغه غرفې چې بېځایه اېښودل شوي هغه پورته کړي ترڅو ښاریان په ښار کې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.»

جلال اباد ښار کې دا دوه ناحیې داسې مهال زیاتېږي چې په تېرو ۹ ناحیو کې ځینې يې د دې ولایت مرکزي ولسوالیو ته غځېدلې د سیمو اوسېدونکي په کې ترسره کیدونکي خدمات پوره نه بولي او تمه ښيي چې د دې نویو ناحیو په زیاتیدو سره به د نورو هغو امکانات هم ډېر شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist