Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لاینز: له افغانانو په دې سختو شرایطو کې مخ اړول جفا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/18

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز، چې  امنیت شورا ناستې ته یې خپل راپور وړاندې کړ د ژمي له راتګ سره یې له بشري ناورین سره د مخ کېدو اندیښنه څرګنده کړه.

لاینز له ناستې وروسته رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې له افغان ولس د مخ اړولو وخت نه دی او باید له پامه و نه غورځول شي.

لاینز زیاته کړه:«اوس د دې وخت نه دی، چې موږ له افغانستانه مخ واړو او هغوی یوازې پرېږدو. ما دا پیغام ټولې نړۍ ته وړاندې کړ، چې په افغانستان کې اوس مهال دخیل پاتې شي. د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړئ، ځکه پر هغوی ډېر بد ژمی را روان دی. د خوراکي توکو او اقتصاد له پلوه هم سترې ستونزې دي.»

 لاېنز وايي، ډېرې مرستې دوی رسولي، خو لرې پرتو سیمو ته د ملګرو ملتونو د مرستو رسولو لپاره باید اسلامي امارت اجازه ورکړي، ترڅو د دواړو لورو ترمنځ باور جوړ شي.

لاینز زیاته کړه:« که له طالبانو نړیوال بندیزونه لرې شي، له موږ سره چې مرستندویه هېوادونو کومې مرستې کړې دي، هغه به مناسبو کسانو ته ورسوو او طالبان باید د دې اجازه راکړي. خو تر ټولو مهمه خبره د باور جوړونې ده. موږ به له هغو کسانو چې مرستې کوي او افغان حکومت سره خبرې وکړو، چې یوې پایلې ته ورسیږي.»

هغه وايي، اوس مهال چې کومې مرستې شوې دي، هغه د راتلونکي ژمي لپاره بسنه نه کوي او د وضعیت د ښه کنټرول لپاره لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده.

د ملګروملتونو امنیت شورا ناسته کې ګڼو هېوادونو په افغانستان کې له بشري ناورین اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند سټیفان دوچاریک وايي:«موږ په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د مالي ماتې او له منځه تګ وېره لرو. دا مالي ناورین به پرته له شکه پر بشري ژوند اغیز ولري. موږ اوس تازه د ملګرو متلونو د غړیو هېوادونو پر مرسته د همکارۍ یو لړ پروګرامونه پیل کړي.

په ملګرو ملتونو کې د آیرلنډ استازې بېرن نېسون وايي:« افغانستان کې روان وضعیت ته اوس هم موږ نورمال حالت نه شو ویلی، د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو سره هېڅ هم نورمال نه دي، د نجونو ښوونځي نه دي پرانېستل شوي او ښځو ته هم حقوق نه ورکول کېږي. افغانان له سخت بشري ناورین سره هم مخ دي، چې باید  ورسره مرسته وشي.»

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې داسې مهال د افغانستان د روان بشري ناورین په اړه ناسته ترسره کېږي، چې په کور دننه هم زرګونه کسان له بشري ستونزو سر ټکوي او غوښتنه کوي، چې حکومت او نړیواله ټولنه دې ورته په بېړنۍ توګه مرسته ورسوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist