Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: د افغانستان حکومت دې خپلې ژمنې عملي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي

اسحاق ډار: د افغانستان حکومت دې خپلې ژمنې عملي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/23

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیوچارو وزیرانو په ۵۱ مه ناسته کې چې د ترکیې په استانبول کې جوړه شوې وه، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او په عین وخت کې د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار د یاد سازمان د ناستې اجنډا په خلاف، د خپلې وینا پرمهال افغانستان مخاطب کړ چې باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

اسحاق ډار زیاته کړې: « د افغانستان سرپرست حکومت دې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د ښځو حقونو په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.»

پاکستاني کارپوهان بیا وايي، حقایقو ته په کتو او په اوسنیو شرایطو کې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د ښه کېدو په لور روانې دي، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ته مناسبه نه وه چې د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې اجنډا پر خلاف، په دې غونډه کې د افغانستان په تړاو دا ډول څرګندونې وکړي.

آزاد خبریال طاهر خان وايي: « زما دا خیال دی چې دا ځای د دې څرګندونو لپاره مناسب نه و. د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ تعلقات ښه شوي او رابطې زیاتې شوې دي، خو په یوه داسې نړیوال فورم کې چې د بحث موضوع یې بله وه، دا ډول خبرې هغه اعتماد ته زیان رسولی شي چې اوس مهال د دواړو خواوو ترمنځ پيدا شوی.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په داسې ستر نړیوال سټېج د اسحاق ډار دا څرګندونې د افغانستان په تړاو د پاکستان ناسم نیت ښکاره کوي.

دوی وايي، په حقیقت کې افغانستان له ترهګرۍ او د ترهګرو له پالنې سره هېڅ ډول تړاو نه لري بلکې قرباني یې دی؛ خو برعکس دا اسلام اباد دی چې پر کابل د ترهګرۍ تورونه پورې کوي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت وايي: « د اسلامي کنفرانس په جریان کې د پاکستان د استازي خبرې په حقیقت کې د پاکستان د حکومت هغه بد نیت او سیاست څرګندوي چې دوی یې د افغانستان پر وړاندې لري. د افغانستان سیاسي، اقتصادي او سیمه ییز پرمختګونه د پاکستان لپاره د زغملو نه دي. د پاکستاني چارواکو خبرې په حقیقت کې له افغانانو سره د دوی د تلپاتې دوښمنۍ ثبوت دی. افغانستان له ترهګرو او د ترهګرو له پاللو سره هېڅ ډول اړیکه نه لري بلکې دا پاکستان دی چې ترهګري پالي، روزنه ورکوي او نورو ته یې صادروي.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې د نړیوالو له لوري د ترهګرۍ په تور پړ پاکستان هڅه کوي چې د خپلې ملامتۍ پېټی پر افغانستان بار کړي.

دوی وايي، اوس ټوله نړۍ په دې پوهیږي چې پاکستان د ترهګریزو ډلو ټپلو د روزنې مرکز دی او افغانستان بیا د سولې او امنیت په غولي بدل شوی، خو بیا هم د اسلامي همکاریو سازمان غړیو هېوادونو پرې سترګې پټې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « پاکستان هر ځل کوښښ کوي چې افغانستان ملامت کړي او د ترهګرۍ کومه ګوته چې نړۍ دوی ته نېولې، هغه د افغانستان خواته سمه کړي. ما ته ښکاري چې نړۍ ته مالومه ده چې ترهګر څوک پالي، د پاللو ستراتیژي د چا ده او د ترهګرو په مرسته کاواکي او ګډوډي څوک رامنځته کوي. ښه به دا وي چې پاکستان د دې ملامتولو پر ځای، د سیمه ییز اتصال او همکارۍ ستراتیژي خپله کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پاکستان د ترهګرو او تروریستي ډلو د روزنې ځاله ده. افغانستان اوس د امن کور دی او سوله په کې راغلې ده. زما په نظر، د اسلامي همکاریو سازمان سترګې ړندې، غوږونه یې کاڼه او ژبه یې ګونګه ده»

د اسلامي امارت حکومت بیا تل په دې ټینګار کړی چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله حضور نه لري او نه هم چاته اجازه ورکول کېږي چې د افغانستان له خاورې نور ته ګواښ پېښ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist