Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د روسیې بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/18

له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام روسيې په لومړي ځل افغانستان سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته نن د کابل په هوايي ډګر کې د اسلامي امارت مسوولینو ته وسپارل شوه. 

افغانستان کې د روسيې سفير مرستیال ارټن لونوف د يادې مرستې د سپارلو پر وخت خبريالانو ته وویل، هڅه کوي، له افغانستان سره خپلو بشردوستانه اړيکو ته دوام ورکړي. 

لونوف زیاته کړه:« زه هېله من یم، چې د بشري مرستو په دوام کې به د روسيې او افغانستان مرستې دوام وکړي او دا هم وایم، چې ښايي نږدې اونیو کې د مرستو دويمه جوپه هم افغانستان ته راوړل شي.»

د دې مرستو حجم ۱۰۸ ټنه دی، چې غوړي، اوړه ، لوبیا، دال، وریجې او کمپلې په کې شامل دي. 

د  طبییعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي برخه کې د دولت وزارت چارسمبالی غلام غوث ناصري بیا وايي، دا کومک به هغو ولایتونو ته ولېږي، چې په ژمې کې د طبیعي افتونو له ګواښ سره مخ دي. 

ناصري زیاته کړه:«زه پر بهرنيو موسسو غږ کوم، چې زموږ خلک په اوس وخت کې یوازې مه پرېږدئ. اجازه مه ورکوئ، چې زموږ خلک د سياستونو ښکار شي.»

د طبيعي بېړنیو حالاتو د مرکز مشر احمد خان نافع  وايي:« زموږ ګټه ګورئ، په داسې شکل ده، چې هغه ولايتونه په اوله کټګورۍ کې نيسو، چې هغوی باندې ژمی راروان دی او په کې د طبيعي افتونو امکان زيات دی.»

د بشري مرستو د تنظيم او همغږۍ ادارې مشر مولوي شرف الدین مسلم وايي، لا هم د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره پر خبرو بوخت دي، تر څو نورې مرستې هم تر لاسه او د خلکو اړتیاوې پوره کړي. 

مسلم زیاتوي:« د روسيې له هېواده مننه کوو، چې دغه زموږ خوار ملت، جنګ ځپلي ملت سره يې دا مرسته تر سره کړه. له روسيې دا غواړو، چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. همدا راز له نوور هېوادونو هم غواړو، چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

د روسیې مرستو دا لومړنۍ جوپه وه، چې د کابل په هوايي ډګر کې یې مستقیما طالبانو ته وسپارله.  

له دې وړاندې د نړیوالو ادرسونو له لارې یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره بشري مرستې کړي دي،خو دوی نه غواړي، خپلې مرستې مستقیما طالبانو ته وسپاري. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist