Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د جوړ شویو کولر پکیو بازار ښه شوی

کندهار کې د جوړ شویو کولر پکیو بازار ښه شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/22

محمد رضا له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې دلته د کندهار لومړۍ ناحیې اړوند د ټک ټک بازار سيمه کې حلبي سازې کوي او له  څو کلونو راهیسي وطني کولران هم جوړوي.

دی وايي، دې موسم کې دلته همدا کولر پکي ډېر پلورل کېږي او بیه يې هم تر بهرنیو هغو مناسبه ده.

هغه په دې اړه وايي:«  د کولرانو بازار ښه دی بیخي سم را روان دی ښه ګرمي ده، ډېر خرڅیږي، نو بازار يې ښه دی. کولر له ۱۰۰۰ تر ۷ زره، ۸ زره، ۱۰زره، ۱۵ زره، رقم په رقم کولران دي.»

کندهار کې توليدیدونکي کولر پکي د کندهار ښار او ولسوالیو ترڅنګ، زابل، اروزګان، هلمند او فراه ولایتونو ته هم لېږل کیږي.

د کولرتوليدونکي وایي، د دوی له لوري جوړ شوي کولر کم مصرفه او  دوامداره کار کوي.

کولر جوړونکی محمد آغا وايي:« ټول دلته جوړیږي، مکمله دا وګوره موږ ښایسته په ډیزاین کې جوړ کړی، امریکايي جالونه راځي دا بیا موږ صفا کوو، رنګوو يي. بیا په دې کې موږ دوه درې قسمه خاشي لرو وطني خاشي شته، هراتي خاشي شته او ایراني خاشي هم په کې شته دي.»

پېریدونکي دغه کولر پکي تر بهرنیو هغو اقتصادي او د برښنا په نشت کې ګټور بولي چې په خبره يې د سولر په مرسته ترې ګټه اخلي.
د کندهار اوسېدونکی شفیع الله وايي:« دا خو ښه کولر دی افغانی، زموږ د افغانستان خپل تولید دی. له خاریجي دا ډېر ښه کار کوي د خلکو وس ورته رسیږي. که برق نه وي له بیټرۍ هم کار اخیستلی شي.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی جاوید احمد بیا وايي:« افغاني کولران خو داسې دي، چې یو زموږ د خپل وطن تولید دی او بل په وطن کې یو د کار زمینه يې برابره ده.»

کندهار کې مخکې کلونه لاسي وطني کولرونه ډېر کوچني او ډولونه يې نه درلودل خو اوس د وخت په تېرېدو سره يي جوړونکو ډول ډول نوښتونه په کې کړې او ډېر لوی کولرونه هم جوړېږي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist