د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم ویلي، د مالیزیا مسلم کېیر بنسټ مسوولینو په بېلابېلو برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.
د مالیزیا مسلم کېیر بنسټ استازو ویلي، افغانان بېوزله دي، همکاريو ته اړتيا لري او دوی چمتو دي، چې خلکو سره په بېلا بېلو په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ برخو کې همکاري وکړي.
د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم دغه راز ویلي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکټور ډېرې برخې بيارغونې ته اړتيا لري، چې بايد په يادو برخو کې ډېرې همکارۍ وشي.











