د بښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو طرحې لغوه کېدو غوښتنه کړې.
دې سازمان اندېښنه ښودلې چې د روانې جون میاشتې په پای کې به پاکستان کې د ۱.۴ میلیونو تنو هغو افغان کډوالو د قانوني مېشتېدنې موده پای ته ورسېږي چې په پاکستان کې د ثبت کارتونه(پي.او.آر) له ځانه سره لري.
یاد سازمان د کډوالو ناوړه وضعيت ته په کتو له پاکستان غوښتي چې د دغو کډوالو د کارتونو موده وغځوي او د نورو هغو جبري ایستل و دروي.
د بښنې نړیوال سازمان وړانډې ویلي: « پاکستان باید د افغان کډوالو حقونو ته ځانګړی پام وکړي او د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ دې ودروي. همدارنګه د پي.او.آر کارت لرونکو ته دې دا کارتونه نوي کړي.»
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه له ژمنو او د بشري حقونو مدافع سازمانونو له تکراري غوښتنو سره په ښکاره ټکر کې بولي.
د راپورونه له مخې، له پاکستانه په دویم پړاو کې د افغان کډوالو ایستلو لړۍ چټکه شوې او ورسره په دې هېواد کې مېشت یو شمېر افغان کډوال سخت اندېښمن شوي دي.
دوی له سرپرست حکومت او همداراز له پاکستانه غواړي چې فرصت ورکړي، ترڅو په مناسب وخت کې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په پاکستان کې دېره افغان کډوال مجاهد شينواری وايي: « دلته افغان مهاجرین ډېر په تشویش کې دي او هره ورځ دوی په خپلو کورونو او کاروبار کې له مشکلاتو سره مخ دي؛ ځکه چې له دوی سره دا فکر دی چې د پاکستان حکومت به زموږ په اړه څه پرېکړه کوي. دا مهاجرین دلته کاروبار او ژوند لري او نه شي کولی په درېیو میاشتو کې خپل کاروبار راټول کړي. موږ د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو چې اسلااباد ته راشي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته له پاکستاني چارواکو سره غونډه وکړي.»
که څه هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې اړه تازه څه نه وایي، خو وړاندې يې د پاکستان دغه پرېکړه د نړیوالو او ښه ګاونډیتوب اصولو خلاف بللې وه او ډاډ یې ورکړی و چې په دې اړه یې خپلې اندېښنې له پاکستاني لوري سره شریکې کړې دي.
د کډوالو د حقونو مدافعان پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښيي او له سرپرست حکومته غواړي چې اسلام اباد سره د افغان کډوالو ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل او فصل کړي.
د کډوالو حقونو مدافع علي رضا کریمي وايي: « د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې دېره ۱ میلیون او ۴۰۰ زره افغان مهاجرینو د استوګنې کارتونو وخت پای ته رسېدو په اړه اندېښنې څرګندولو سره د پاکستان له حکومت غوښتي چې د دغو کارتونو موده وغځوي او د افغان کډوالو له شړلو څخه ډډه وکړي.»
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان له پاکستان او ایران افغانستان ته په جبري ډول راستانه کړای شوي، خو په ټولنه کې د دوی د بیا ادغام لپاره د داخلي امکاناتو کمښت، اقتصادي فشارونو او د نړیوالو مرستو کمېدو یوه نوې اندېښنه رامنځته کړې ده.