Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت لوړېدو د توکو بیې لوړې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/18

که څه هم  وړمه ورځ د افغانستان بانک د افغانیو ارزښت لوړېدو په موخه لس میلیونه ډالر لیلام کړل، خو د ډالرو پر بیه یې اغیز نه دی کړی.

صرافان وايي، د افغانستان بانګ لس میلیونه ډالر نه شي کولی، د افغانیو ارزښت وساتي او اړتیا ده، چې هره اوونۍ بازار ته ډالر وړاندې کړي.

یو تن صراف وايي:« یو ځل چې بیه یې پورته ولاړه شي، هغه بیا هماغه شان پاتې کېږي.»  

یو بل صراف بیا وايي:« د دې امکان شته دی، چې ښايي یو ډالر تر۹۸  یا ۱۰۰ افغانیو پورې ورسېږي. خو که هره اوونۍ د ډالر توضیع شروع کړي او ډالر لیلام کړي، بیا د امکان شته دی،چې ډالر کنټرول کړي.»

اخوا په بازارونو کې د امریکايي ډالرو لوړېدل ډېری سوداګر هم اندېښمن کړي او له اسلامي امارته غواړي، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

سوداګر حاجي محمد فرید وايي:« زموږ او تاسو توکي له قزاقستانه پر ډالرو راځي. زموږ پانګه ان ډالر ده. نو ډالر چې قزاقستان ته حواله کړو، له قزاقستانه توکي حیرتان بندر ته راشي، له حیرتان بندره مزار شریف ښار ته راځي. هلته چې کله پرچون پلورونکي د کابل په شمول د ۳۴ ولایتونو دا توکي  خامخا پر ډالرو اخلي. هماغه باید موږ پر ډالرو خرڅ کړو.» 

بل پلو دې وضعیت ښاریان هم اندېښمن کړي او نه شي کولائ، د خپلې کورنۍ لپاره خوراکي توکې راونیسي.

ښاریان وايي، هره ورځ د خوراکي توکو په بیو کې لوړوالی راځي او نیوکه کوي، چې اړونده ادارې په بازارونو کنترول نه لري.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« بیې زموږ په لاس کې دي. زموږ چې څه وس کېږي، خپله پر یوه او بل ظلم کوو. د یوې افغانۍ شی پر دوو پلورو. موږ کې د ایمان ضعف شته دی، څومره مو چې وس کېږي، هغومره یې پر لوړه بیه پلورو. موږ ټول باید پر دې اعتراف وکړو. شخصي ګټه موږ ته له ټولو مهمه ده.»

د کابل په شهزاده سرای کې د چهار شنبې پر ورځ یو امریکايي ډالر شاوخوا ۹۳  افغانۍ تبادله کېده او داسې تمه نه کېږي، چې ډالر دې نور ښکته شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist