Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې شخصي دوښمنۍ لاهم د عامه نظم پر وړاندې لویه ننګونه ده

خوست کې شخصي دوښمنۍ لاهم د عامه نظم پر وړاندې لویه ننګونه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/21

خوست ولایت تچې د هېواد د نورو ولایتونو پرتله په کې د شخصي دوښمنیو کچه لاهم لوړه ده، ځایي چارواکي یې تڼیو ولسوالۍ کې د یوې داسې دوښمنۍ د روغې جوړې مراسمو ته چې د دوو کورنیو درې کسان په کې وژل شوي وایي، دا ولسوالي د ټول ولایت پر کچه د شخصي دوښمنیو لوړ ارقام لري او په کې ۳۲۳ دوښمنۍ له سرپرست حکومت سره ثبت دي.

د خوست سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریس محمد ولي صدیقي وايي: « په دې قوم کې دا ماشومان چې بې تعلیمه دي، مکتب ته نه شي تللی، مدرسې ته نه شي تللی، کور په کور ټوپک ګرځوي، دا به تر کومې ادامه ولري؟»

قومي مشر سید کریم خاکسار وايي: « دا نن ورځ چې کومه بدي خلاصه شوه، د دوو کورنیو ترمنځ و چې یویې له درانیو کورنۍ سره تعلق درلود او بل له ښادي خېلو قوم سره. شاوخوا ۲۰ کاله کېږي چې دا بدي روانه وه او تر اوسه ۳ کسان په کې وژل شوي، خو له نېکه مرغه څلورم کس وبښل شو.»

د قومي مشرانو او ښکېلو کورنیو په خبره، شخصي دوښمنۍ لاهم د خوست او په تېره بیا تڼیو ولسوالۍ پر کچه یوه تر ټولو جدي ستونزه ده چې د خلکو د پرمختګ او سوله ییز ژوند پر وړاندې جدي ننګونه بلل کېږي.

دوی له سرپرست حکومت او خلکو غواړي چې په یاده برخه کې هر راز ولسي هڅو ته ارزښت ورکړي، ترڅو شته ستونزې په دوستۍ بدلې شي او د نویو دوښمنیو له پېښېدو مخنیوی وشي.

قومي مشر غازي نواز تڼی وايي: « په ټولو مشرانو او د حکومت په استازو غږ کوم چې هڅه وکړي په لویه پکتیا کې قومي او کلیوالي شخړې هوارې کړي او د راتلونکو بدیو مخه ونیسي.»

د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی تلاوت لیوال وايي: «بدۍ خو ډېر زیانونه لري، تعلیم نه وي، مشکلات زیات وي، څوک له کوره نه شي وتلی. هره بدي د شاتګ او ورسته پاتې توب سبب کېږي.»

د صلح کوونکې کورنۍ غړی حاجي لونګ وايي: « زه نن دومره خوښ یم، که ټوله نړۍ هم چا راکړې وای، دومره به خوښ نه وم. زه فکر کوم نن ټوله نړۍ زما خپله ده.»

خوست کې د قومونو او کورنیو ترمنځ د شخصي دوښمنیو اوږده بدبختي لاهم د یادې سیمې لپاره یو لوی سر خوږی بلل کیږي او له امله یې سلګونه کورنۍ په سختو مشکلاتو کې ښکېل دي.

د چارواکو د مالوماتو پر بنسټ، په دې ولایت کې د قومي ستونزو ترڅنګ، د کورنیو ترمنځ د شخړو او دوښمنیو نږدې زر قضیې ثبت شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist