Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
زاخارووا: اسلامي امارت به مناسب وخت کې په رسمیت وپېژندل شي

زاخارووا: اسلامي امارت به مناسب وخت کې په رسمیت وپېژندل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/21

په دې وروستيو څو مياشتو کې د روسیې  او اسلامي امارت تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې د پام وړ ښې شوې دي.

تازه د روسیي د بهرنیو چارو وزارت مسوولينو ویلي، د مسکو لپاره د اسلامي امارت د نوي سفیر د ورتللو په تمه دي.

د ياد هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له سپوتنیک خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي، مسکو اوس مهال يوازې د ډېپلوماټيکې کچې لوړولو په اړه تصيميم نيسي خو د رسميت پېژندنې په اړه پريکړه به د دې هېواد د مشرتابه له لورې په مناسب وخت کې وشي.

زاخارووا په دې اړه ویلي: « موږ اوس مهال د اسلامي امارت د سفیر د راتګ په تمه یو، د اوسني افغان حکومت د رسميت پېژندنې پریکړه به مشرتابه کوي. موږ باور لرو چي هغه به یاده پریکړه په خپل وخت سره وکړي.»

په ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکي وايي، د کابل او مسکو ترمنځ د اړېکو پرمختګ له سياسي او اقتصادي انزوا د سرپرست حکومت وتلو لپاره مهم دی.

د دوی په باور، روسيه د نړۍ او سيمې پر کچه له زبرځواکو هېوادونو ده او تعامل يې پر نړيواله کچه د اسلامي امارت باور لا زياتولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « دا یو ښه پرمختګ دی، دا به نه یوازې د سیاسي باور جوړونې په برخه کې له سرپرست حکومت او روسیې سره مرسته وکړي بلکې په لویه کې به په سیمه کې د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي هلو ځلو لپاره هم لاره هواره کړي.»

ځینې نور بیا سيمه کې وروستيو امنيتي شخړو ته په پام ټېنګار کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت دې له سيمه ییزو هېوادونو سره د ډېپلوماټيکو اړېکو په ټېنګښت کې محتاطانه عمل وکړي.

د سیاسي چارو شنونکې شهسوار سنګروال وايي: « له دې ټولو خبرو سره بیا هم یو سیاسي احتیاط ضرور دی. په دې مانا چې جهان وېشلی دی او د اسلامي امارت لپاره به غوره خبره دا وي چې خپله بې طرفي وساتي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دلته ټول د خپلو سیاسي ګټو لپاره هڅې کوي، نه د نورو هېوادونو د آرامۍ او سولې لپاره. دوی ټول ښه پوهېږي چې افغانستان ته سوله او آرامي راغلې، دا چې سفیر غواړي، ولې افغانستان په رسمیت نه پېژني؟»

روسيه داسې مهال د مسکو لپاره د اسلامي امارت د سفیر ورتګ ته شېبې شماري چې له دې وړاندې دغه هېواد په يوه اقدام کې د اسلامي امارت نوم د ممنوعه ډلو له نوملړه لرې کړ.

هغه مهال اسلامي امارت د مسکو دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په برخه کې پرمختګ ياد کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist