Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

تحلیل کوونکي: امریکا او روسیه غواړي افغانستان کې د خپلو ګټو خوندي ساتلو لپاره برلاسی سیاست ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/18

پر کور دننه د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي  وايي،  امریکا او روسیه  دواړه  دلته خپلې ګټې لري او د ساتلو لپاره یې غواړي، چې دوی په افغانستان کي برلاسی سیاست ولري.

دوی ټینګار کوي، چې اسلامي‌امارت دې دغو هېوادونو سره مستقیم بحثونه وکړي او د نورو په وساتط دې مخکې نه ځي.

 تحلیل کوونکی حکمت حکمت وايي:«  لوی قدرتونه، د بیلګې په ډول امریکا، روسیه او چین هر یو غواړي، په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره برلاسی سیاست ولري. خو دوی په خپل منځ کې هم یو شمېر هوکړې لري، چې په افغانستان کې د دوی اړیکو پر څرنګوالي باندې اغېز لري. هېله دا ده، چې افغان لوری نوښت وکړي او له دغو هېوادونو سره د لومړي لاس اړېکې جوړې کړي.» 

د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړو استازو په مسکو کې د بندو دروازو تر شاه  د افغانستان په تړاو لېدنه کې د مشترکو ګټو پر ساتلو او همدا راز له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د ژمنو پر عملي کولو بحثونه کړي دي.

یو شمېر تحلیل کوونکي بیا په دې باور دي، چې امریکا او روسیه دې د خپلو ګټو ساتلو لپاره د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي او پرته له تعامل یې ګټې نه شي خوندي کېدای.

تحلیل کوونکی ثناالله مخلص وايي:« روسیه، امریکا، چین، د سیمې  او نړۍ هېوادونه باید یو تعامل رامنځته کړي، چې په پایله کې یې باید د افغانستان له دولت او خلکو سره خبرې وکړي. هغه اهداف چې دوی غواړي ترلاسه یې کړي، باید ترسره یې کړي او هغه څه چې زموږ د خلکو ورته اړتیا ده، چې باید ترسره شي، هغه مسایل باید د سولې له لارې او د خبرو له لارې مخته یوړل شي.» 

د افغانستان په تړاو د سیمې پر کچه د وروستیو ناستو په تړاو هم نظرونه سره  وېشلي دي.

ځینې په دې باور دي، چې د سیمې هېوادونو دغه ناستې د خپلو ګټو لپاره ترسره کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ د سیمې او اروپايي هېوادونو په سفر راوتلی او  موخه یې خپلو متحدینو سره د افغانستان په تړاو سلا مشورې بللي.

مسکو کې د ټوماس ویسټ او ضمیر کابلوف د لیدنې په تړاو تحلیل کوونکي په دې باور دي، چې لاهم د اسلامي ‌امارت په تړاو د روسیې او امریکا دریځ یو دی او کوم بدلون یې نه دی کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist