Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: افغانستان او سیمه کې د افغان کډوالو او راستنېدونکو ملاتړ ته ادامه ورکوو

اروپايي ټولنه: افغانستان او سیمه کې د افغان کډوالو او راستنېدونکو ملاتړ ته ادامه ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/21

د جون ۲۰ مه؛ د کډوالو له نړیوالې ورځې سره سمون لري.

 افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکوي.

 دغې ټولنې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ سره په ګډه د خلکو د زغم، ثبات او هیلو پیاوړتیا په موخه د ښځو پر مشرۍ د معیشتي چارو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې څانګې ویلي: « افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د کډوالو نړيوالې ورځې په مناسبت بې ځایه شویو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي او په ټول افغانستان او سیمې له ډلې ایران، پاکستان او منځنۍ آسیا کې د کډوالۍ له نړیوال سازمان سره د ۴۷ میلیونه یورو همکارۍ له لارې افغان کډوالو او په ځانګړې توګه له ښځو او زیانمنونکو سره د روغتیا، زده کړو او د ژوند د نورو لومړنیو اړتیاو برابرولو په برخه کې مرستې کوي.»

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو ستره کمېشنري وايي، د بشري مرستو په بندیدو سره دا اداره نه شي کولی د افغان کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

 دې سازمان پر نړیوالو مرستندویانو غږ کړی چې د افغان کډوالو لپاره مرستې برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنر سوفي جمبازیشولي ویلي: « د بشري مرستو د بندښت له امله، موږ نه شو کولی په افغانستان کې د مرستو په برخه کې  خپله ونډه وساتو. د بې ځایه شویو خلکو لوی شمیر به په افغانستان کې وضعیت نور هم خراب کړي او په میلیونونو خلک به له ګواښ سره مخ کړي. له همدې امله، د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت، له  نړۍ غواړم چې اړمن افغانان هېر نه کړي.»

په ورته مهال، د خوړو نړیوال پروګرام وايي، سږکال له ۲۰۰ زرو زیات راستنېدونکي کډوال بېړنیو خوړو ته  اړتیا لري.

دغه پروګرام زیاتوي، افغان راستنېدونکو سره د مرستو د دوام لپاره له ۲۰ میلیونو زیاتو ډالرو ته اړتیا ده

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ویلي: « سږ کال له نیم میلیون ډېر افغانان له پاکستان او ایران راستانه شوي. د خوړو نړیوال پروګرام نږدې ۲۲۰ زرو راستنېدونکو ته د خوړو بېړنۍ مرسته چمتو کړې ده. خو موږ په بېړني ډول ۲۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا لرو، ترڅو د دوی د ژوند بیا رغولو کې مرسته وکړو.»(

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق، د دې ورځې په مناسبت له ګاونډیو او د سیمو له هېوادونو د افغانانو د باعزته او خوندي راستنېدلو ټینګار کړی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي وجهي صندوق ویلي: « د ۳۵ کلونو بې ځایه کېدو وروسته، ډېری افغانان لاهم په جلاوطنۍ کې دي. د افغانستان وجهي صندوق له نورو شریکانو سره کار کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې افغان کډوال په خوندي او باعزته ډول راستانه شي.»

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په ګډون یو شمیر نورو نړیوالو سازمانونو هم د دې ورځې په مناسبت د افغان کډوالو لپاره د مرستې او بسپنې غوښتنه کړې.

بله خوا، د سیاسي چارو کارپوهان په کوردننه د کډوالۍ د عواملو څېړولو او د بې ځايه کېدو مخنيوي لپاره د اړينو اقدماتو پر ترسره کولو ټینګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « د مهاجرت عمده لاملونه نا امني، فقر، بې کاري، سیاسي بې ثباتي او د تعلیم نه شتوالی دی. خلک د امن، کار کولو او ښې راتلونکي لپاره مهاجرت کوي. دغه کار په یوه هېواد کې د کادرونو او پانګې وتلو ته لاره هواره وي.»

هڅه مو وکړه د همدې ورځې په مناسبت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو نظر یې راسره شريک نه کړ.

د کډوالۍ نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې څه باندې ۷میلیونه افغانان په بهرنيو هېوادونو کې کډوال دي چې ډېری برخه یې ایران او پاکستان کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist