کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې خبرو لپاره روسیې ته روان شوی دی.
زلمي خلیلزاد افغان ولسمشر ته دخپل دریېم سفر په تړاو مالومات ورکړل.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دافغان سولې لپاره دامریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا کابل ته راغلی.
په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې خلیلزاد د خپل سفر په تړاو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته مالومات ورکړل.
محمد اشرف غني د خلیلزاد له هڅو ستاینه کړې ده .
خلیلزاد له افغانستان وړاندې پاکستان ته تللی و.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ويلي، افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده، خو راپورونه وايي، نوموړي د افغانستان د سولې له پروسې سره د همکارۍ کومه نوې او جدي ژمنه نه ده کړې.
اسوشیټېډ پریس خبري اژانس ويلي، له خلیلزاد سره په خبرو کې عمران خان دا ژمنه ونه کړه چې طالبان به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو کړي.