Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات اوسېدونکي په ښار کې د کوڅه ډبو سپیو زیاتوالي اندېښمن کړې

د هرات اوسېدونکي په ښار کې د کوڅه ډبو سپیو زیاتوالي اندېښمن کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/19

هرات ښار کې د کوڅه ډبو سپیو ډېروالي د ښاریانو اندیښنې ډېرې کړي.
 دوی وايي، د یادو سپیو د ډېروالي له امله يې کارونه نامنظم دي او دغه راز له داړلو یې هم ویره لري.

د هرات ښار یو تن اوسېدونکی محمد ارمان وايي:« کوڅه ګښته سپي سهار وختي او ماښام زیات وي او سهار کله چې غریب خلک کار ته ځي هغوی باندي حمله کوي. زه خپله کله چې لیله کې وم او د شپې لخوا به فوتبال لوبې ته تلم، لاره کې به یې ستونزي راته جوړي کړي وې.»

د هرات ښار یو بل اوسېدونکی حسین وايي:« د خلکو لپاره مزاحمت کیږي او ډېری ماشومان د سپیو له وېري ښوونځي ته نه شي تللی. همداراز مېرمنې ګاونډي کورته نه شي تللی. زما خپل پوهنتون وخت شپږ بجې پیل کیږي،خو د سپیو له وېرې پر وخت نشم رسېدلی.»

بلخوا د ټولنیزو چارو کارپوهان هم د کوڅه ډبو سپیو راټولولو ترڅنګ اوسېدونکو او ماشومانو ته د حیواناتو پر وړاندې خوندي چلن په اړه  د پوهاوي پر زیاتوالي باندې ټینګار کوي.

د پوهنتون استاد علي احمد محمدي وايي:« ښار کې کوڅه ګښت سپیو له زیاتوالي دې مخنیوی وشي چې هم د ښاري نظم او خلک  د هوساینې او خوندیتوب احساس وکړي. سیمه ییزې ادارې او خلک باید دا سپي راټول کړي او یا یې هم ښار کې د زیاتوالي مخنیوی وکړي. ډېری هېوادونو کې  کسان شته چې کوڅه ډب سپي یو ځای کې راټولوي او ساتي ترڅو ښار کې یې د زیاتوالي مخه ونیول شي.»  

له دې سره سیمه ‌ییز مسولین  وایي، ښار کې د تېر پرتله د کوڅه ډبو  سپیو شمېر کم شوی او د پاتې هغو راټولولو لپاره یې هم دومداره هڅې روانې دي.

د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي:«  د ښار پاکوالي او ناروغیو انتقال مخنیوي په موخه د کوڅه ډبو سپیو راټولولو، انتقال موخه موږ عملیاتي پلان له وړاندې پیل کړی او دا پلان به د ټولو کوڅه ډبو سپیو  تر راټولولو پورې دوام ولري.»

د چاپېریال ساتنې ریاست د عامه اړیکو او پوهاوي مدیر حامد الهام وايي:« ښاروالۍ له عامې روغتیا ریاست سره په همکارۍ تدابیر نیولې که چیرې دا سپیان د خلکو لپاره په یو ګواښ بدل شي ټول به له ښار راټول کړي.»

د سیمه‌ ییزو چارواکو په وینا، هر کال  د ناورغیو د انتقال او چاپيریال ککړتیا د مخنیوي په موخه د اړوندو ادارو په همکارۍ د کوڅه ډبو سپیو د راټولولو او واکسین کولو لړۍ ترسره کېږي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist